د لاس رسي وړ اتصالات

د ویټامین سي ګټې؛ ولې دا ویټامین باید په ورځنیو خواړو کې شامل وي؟


ویټامین سي د بدن لپاره یو ضروري ویټامین بلل کېږي او ګټې یې هم زیاتې دي، چې د بدن د داخلي ایمني سیستم د تقویې څخه نیولې د وینې دفشار تر کنترول پورې برخو کې مرسته کوي.

د ځینو نورو ویټامینونو برعکس چې د انسان په بدن کې تولیدیږي، ویټامین سي د انسان په بدن کې نه تولیدیږي او باید له نورو خوړو څخه ترلاسه کړل شي. ویټامین سي په سبزیجاتو ، میوو او په ځانګړي ډول لیمو، نارنج، ځمکني توتانو او کیوي کې وي.

ویټامین سي په کمه اندازه په بدن کې زېرمه کېږي او په همدې اساس لازمي ده چې دا ویټامین د ورځنيو خوړو برخه وګرځول شي.

د متحدو ایالتونو د ملي صحت د انستیتوت په ویبسایټ کې په خپرو شویو لارښوونو کې ویل شوي دي چې زنانه باید د ورځې ۷۵ ملي ګرامه او نارینه ۹۰ ملي ګرام ویټامین سي ترلاسه کړي. ځينې کسان هغه تابلیټونه هم خوري چې ویټامین سي لري.

https://ods.od.nih.gov/factsheets/VitaminC-HealthProfessional/

د مزمنو ناروغیو د خطر کمول

ویټامین سي د انټي اکسیدانټي قوي ځانګړتیا لري چې د بدن طبعي دفاعي سیستم پیاوړی کوي. انټي اکسیدانټونه یو ډول مالیکولونه دي چې معافیتي سیستم قوي کوي او د مضرو ازادو رادیکولونو په وړاندې د انسان د بدن حجرې ساتي.

څېړنو ښودلې ده چې د ویټامین سي دوامدار کارول په وینې کې انټي اکسیدنټونه زیاتوي او له بدن سره مرسته کوي چې د التهابونو په وړاندې مقابله وکړي. ویټامین سي همدغه راز د زړه د ناروغیو په څېر د ځینو مزمنو ناروغیو د خطر په کمولو کې مرسته کوي.

https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/23675073/

د وینې د لوړ فشار کنترول

ویټامین سي همدغه راز د ویني د لوړ فشار په کمولو کې هم مرسته کوي. له همدې کبله ډاکټرانو ټولو سپارښتنه کوي چې ویټامین سي وخوري او ترلاسه کړی.

څېړنو همدا رنګ ښودلي چې ویټامین سي د بد کولسترول د کمېدو سبب کېږي او له دې لارې د زړه او رګونو په خوندیتوب کې مرسته کوي.

https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/19674720/

د نقرس د حملو کمول

نقرس یوه نسبتآ عمومي ناروغي ده، چې بندونه، په ځانګړې ډول د غټې ګوتې بندونه درد کوي او التهابي کېږي چې له کبله یې په وینې کې د یوریک تیزاب کچه لوړېږي. څېړنو ښودلې ده چې ویټامین سي د یوریک تیزاب په کمولو کې هم مرسته کوي او له دې لارې د نقرس په کنترول کې رول لري.

Vitamin C intake and serum uric acid concentration in men - PubMed (nih.gov)

د وسپنې کموالي مخنیوی

وسپنه یو مهم عنصر دی چې د بدن په مهمو فعالیتونو په ځانګړې توګه د وینې سرو کرویاتو په تولید کې نقش لري چې اکسیجن د بدن غړیو ته رسوي.

د ویټامین سي اخیستل که هغه د خواړو او یا هم بشپړوونکو دواګانو د لارې وي په وجود کې د وسپنې جلبولو سبب کیږي. له همدې کبله هغوي چې په خوراکي رژیم کې یې غوښه نشته، باید دې ټکي ته پام وکړي ځکه چې د انسان د وجود د وسپنې ډیر کموالی د حیواني سرچینو د لارې تر لاسه کیږي، په ځانګړې توګه د غوښې څخه.

په طبي څیړنو کې دا هم څرګنده شوې چې د ویټامین سي اخیستل د وینې کمیدو له کبله پیدا شوي خطرات کموي چې د وسپنې له کموالي پیدا کیږي.

https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/19674720/

د معافیتي سیستم غښتلتیا

یو دلیل چې ډیر خلک د وټامین سي په هکله فکر کوي او اخیستل یې ضروري بولي، د وجود معافیتي سیستم قوي کول دي.

په طبي څیړنو کې معلومه شوې چې د ویټامین سي مصرف کول وجود دیته هڅوي چې د بدن په دفاعي سیستم کې د وینې سرې او نورې ضروري حجرې تولید کړي. همدا حجرې د مکروبونو سره مقابله کوي او د بدن ساتنه کوي.

https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/19674720/

ویټامین سي همدارنګه د وینې سپینو حجراتو د ښه توب سبب کیږي او همدا حجرې د رادیکالونو په شان د مضرو مالیکولونو څخه ساتي. په طبي څیړنو کې معلومه شوې چې ویټامین سي په د ټپونو د رغیدو چارې چټکوي او برعکس په وجود کې ددې ویټامین کموالی ددې سبب کیږي چې ټپونه ژر جوړ نشي.

https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/19674720/

د حافظې او سوچ ښه والی

په طبي څیړنو کې معلومه شوې چې د اکسیداتیف فشار او مغز سره نږدې ګزکونه، نخاع شوکي او عصبي رشتې د حافظې او سوچ کولو او نورو فعالیتونو کې د ستونزو پیدا کیدو سبب کیږي.

خو دا چې ویټامین سي قوي انټي اکسیدانتي خاصیت لري، د دې حالت مخنیوی کوي او په نهایت کې د حافظې او تفکر قوت په ځانګړې توګه د پاخه عمر کسانو کې لوړوي.

https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pubmed/6842805/

په طبي څیړنو کې معلومه شوې هغه کسان چې د حافظې او پیژندنې نورو فعالیتونو په اختلال اخته دي، په عمومي توګه یې په وینې کې ویټامین سي لږه وي. آن په ځینو څیړنو کې ویل شوي چې ویټامین سي د وجود معافیتي سیستم د لارې د زکام او ریزش په شان ناروغیو مخنیوي هم کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG