د پیسو نړیوال وجهي صندوق : د منځني ختیځ کړکېچ د انفلاسیون او اقتصادي رکود خطر زیاتوي
نړیوال وجهي صندوق د سه شنبې په ورځ ( اپریل ۱۴) وویل د منځني ختیځ شخړه سږ کال د لوړ انفلاسیون او سوکه اقتصادي ودې خطر زیاتوي.
په ورته وخت کې امریکایي چارواکي وایي سره له دې چې په ایران کې وروستي پوځي عملیات ترسره شوي، دوی باور لري چې د انفلاسیون کچه به په امریکا کې لا هم ټیټه شي.
دغې ادارې د نړیوال مالي ثبات په تړاو د رپوټ د خپرولو پر مهال اټکل وکړ چې نړیوال اقتصادي پرمختګ به په ۲۰۲۶ کال کې ۳.۱ سلنې او په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۲ سلنې ته راټیټ شي چې دا د ۲۰۲۵ کال له اندازې څخه چې ۳.۴ سلنه وه، ټیټه ده.
دغې ادارې وویل چې دا اټکل د جګړه پر مودې او پراخوالي پورې اړه لري.
نړیوال وجهي صندوق دا هم وویل چې که شخړه لنډمهاله وي، نو تمه ده چې په ۲۰۲۶ کال کې د انرژۍ بیې ۱۹ سلنه لوړې شي او عمومي انفلاسیون به ۴.۴ سلنې ته ورسېږي، چې دا د وروستیو کلونو د نړیوال انفلاسیون د کمېدو له بهیر څخه یو څرګند انحراف دی.
رپوټ وایي: “د ودې کموالی او د انفلاسیون زیاتوالی به په ځانګړي ډول په راټوکېدونکو بازارونو او پرمختیايي اقتصادونو کې ډېر څرګند وي.”
دغې ادارې خبرداری ورکړی که د هرمز تنګي د اوږدمهال لپاره تړلی وي او د تصفیې تاسیساتو ته نور زیان واوړي، دا به “نړیوال اقتصاد ته د ژور او اوږدمهال زیان سبب شي.”
نړیوال وجهي صندوق وویل: “په یوه سناریو کې، که د انرژۍ بیې سږ کال لا ډېرې لوړې شي، انفلاسیون زیات شي، او مالي شرایط سخت شي، نو اقتصادي وده به ۲.۵ سلنې ته راټیټه شي او انفلاسیون به ۵.۴ سلنې ته لوړ شي.”
د نړیوال وجهي صندوق مالي سلاکار او د پیسو او پانګونې د څانګې مشر توبیاس ایدرین، خبریالانو ته وویل چې د منځني ختیځ جګړه پر مالي بازارونو فشار اچوي.
هغه په واشنګتن کې وویل: “جګړه کله سختېږي او کله کمېږي، چې د بې ثباتۍ څپې رامنځته کوي، خو هغه ډول دوامداره لوی تاوانونه نه دي لیدل شوي لکه مخکې د نغدو پیسو د کمښت پر مهال چې و.”
هغه زیاته کړه: “د منځني ختیځ د جګړې له امله د تیلو د بیو لوړېدو اغېز دا دی چې د انفلاسیون ګواښ زیات شوی او دا په نړیواله کچه په هېوادونو کې په پراخه توګه لیدل کېږي.”
ادریان وویل چې ځینې هغه کمزورۍ چې (ای ام اف) اداره یې ګوري، په کې د دولتي پورونو لوړه کچه، شخصي پورونه، د پورونو حساسې پروژې او همدارنګه د ټکنالوژۍ اړوند پانګونې په کې شامل دي.
ای ام اف اټکل کړی چې د متحدو ایالتونو اقتصادي وده به سږ کال ۲.۳ سلنه وي چې د جنوري له اټکل څخه ۰.۱ سلنه کمه ده. د بریتانیا اقتصادي وده ۰.۸ سلنه اټکل شوې، چې له پخواني ۱.۳ سلنې څخه کمه ده، د چین وده ۴.۴ سلنه او د هند اقتصادي وده ۶.۵ سلنه اټکل شوې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه باور لري په امریکا کې به د انفلاسیون کچه را ټيټه شي.
فورم \ دبحث خونه