د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) د اسیا په لویه وچه کې د بېلابېلو حکومتونو مشرانو ته لیکونه استولي او ترې غوښتنه یې کړې چې هغه بندي شوي خبریالان دې سمدستي آزاد کړي چې د خپل مسلکي کار له امله په زندانونو کې اچول شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دا اعلان د بشري حقونو د نړیوالې ورځې نه مخکې (چې د ډېسمبر پر ۱۰ نېټه ترسره کېږي) کړی دی. د CPJ د معلوماتو له مخې، د ډېسمبر تر لومړۍ نېټې پورې په آسيا کې لږ تر لږه ۱۰۶ خبریالان بندیان دي.
چین د ۵۰ خبریالانو په زنداني کولو د لست په سر کې راځي، ورپسې میانمار د ۲۷ او وېتنام د ۱۶ خبریالانو په زنداني کولو دویم او درېیم ځای لري. په بنګله دېش، کمبودیا، هند، افغانستان او فلپین کې هم خبریالان بندیان شوي دي.
آسیا د نړۍ د ټولو بندي شویو خبریالانو دیرش سلنه برخه جوړوي. دا د ۱۹۹۲ کال راهیسې چې CPJ د زنداني خبریالانو ثبتول پیل کړي، تل همدا هغه سیمه پاتې شوې چې تر ټولو ډېر خبریالان پکې بندیان دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په اووه جلا لیکونو کې له سیمې څخه غوښتي چې داسې عاجل ګامونه واخلي چې ټول بندی خبریالان خپلو کورنیو ته ستانه شي څو خپل کار د غچ اخیستنې له ویرې پرته ترسره کړي.
همدارنګه دې کمېټې د افغانستان طالب چارواکو ته هم یو پرانیستی بیان خپور کړی چې ورته پکې سپارښتنې شوې دي.
په لیکونو کې د بشري حقونو د ژمنو د پلي کولو غوښتنه شوې او د هغو پېژندل شوو زنداني خبریالانو حالت ته اشاره شوې ده. پدوی کې په هانګ کانګ کې مېشت برتانوي خبریال جیمي لای، د چین پخوانی او پېژندل شوی خبریال ډنګ یو یو، د ویتنام خبریاله فام دوآن ترانګ او د میانمار خبریال سای زا تھایک شامل دي.
دغه لیکونه وروسته له هغې استول کېږي چې په مالیزیا کې د سږني کال د نړېوال کنفرانس په لړ کې چې د ۱۰۰ هېوادونو څخه ۱۵۰۰ راغلو خبریالانو پکې برخه اخیستې وه. دوي هم د سي پي جې له غوښتنو سره خپل پیوستون څرګند کړ او د بندی شویو یا په ناحقه توګه نیول شویو خبریالانو د ژر تر ژره آزادۍ او خلاصون غوښتنه یې وکړه.
دوي همدارنګه د خبریالانو پر ضد د بریدونو د معافیت د پای ته رسولو غږ پورته کړ.
تیر کال د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې وویل چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو او سیمو تر منځ په لسګونو درجې ټیټ شوی او په جدول کې یې ۱۷۸ ځای نیولی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې، دا هم وویل چې له ایران او پاکستان څخه په جبري ډول بېرته ورستنوونکي افغانان چې پکې زیات شمیر افغان ژورنالستان هم شامل دي د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ځینې مېشت افغان خبريالان ادعا کوي چې پوليس يې د اسنادو پر درلودلو سربېره ځوروي، نيسي او د راولپينډۍ حاجي کيمپ ته يې استوي او بيا يې له هغه ځايه افغانستان ته ستنوي.
د خبریالانو د حفاظت د کمېټې او پن انترنشنل په ګډون د ژورنالستانو ۱۵ ټولنو یو ایتلاف، د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي، چې د افغان خبریالانو اېستل دې سمدستې ودروي ځکه خبریالان په افغانستان کې له «لویو خطرونو» سره مخامخ کیدای شي.
فورم \ دبحث خونه