د امریکا د ملي ګارد سرتیره سارا بیکستروم د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د ډزو په پېښه کې ټپي شوې وه.
د چهار شنبې د ورځې په ډزو کې بیکستروم او د هغې سره ملګری سرتیری اندریو وولف سخت ټپیان شوي وو، سره له دې چې امریکایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ د هغوی د بریالۍ جراحي عملیاتو خبر هم ورکړی و.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په شپه په هغه تلویزیوني پیغام کې چې مستقیمه بڼه خپرېده، بیکستروم یوه د "ډېر درناوي وړ او فوقالعاده" آغلې وبلله او ویې ویل: "هغې له نړۍ سترګې پټې کړې او نور زموږ تر منځ نشته."
امریکايي چارواکو وویل چې د دې وژونکو ډزو شکمن بریدګر ۲۹ کلن رحمانالله لکڼوال دی، چې یو افغان کډوال دی او د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اتمه د افغانستان د پوځي تخلیې پر مهال امریکا ته لېږدول شوی و.
جینین پیرو، د ډي سي سیمی څارنوالې، د پنجشنبې په ورځ وویل چې لکڼوال د واشنګټن ایالت د بلینګهم اوسېدونکی دی. د پیرو په وینا، بریدګر دا اوږده لاره د امریکا له لویدیځې برخې نه تر ختیځې پورې د موټر په وسیله طۍ کړې وه څو دغه برید ترسره کړي.
له دې پېښې وروسته، د امریکا د مهاجرت او تابعیت ادارې په ټولنیز شبکه ایکس کې اعلان وکړ چې د افغان اتباعو د مهاجرت غوښتنلیکونو بهیر یې ودراوه.
په دې پیغام کې ویل شوي: "له همدې شیبې څخه، د افغان اتباعو د مهاجرت ټولو غوښتنلیکونو پروسه تر نامعلومه وخته پورې، د امنیتي پروتوکول او د امنیتي پس منظر د بیا ارزونې تر بشپړېدو پورې درول کېږي. د خپل هېواد او خلکو امنیت زموږ یوازینی تمرکز او ماموریت دی."
د "ملګرو ته ښه راغلاست د عملیاتو" تر نوم لاندې پروګرام کې، چې د امریکایي ځواکونو له "بېنظمې" وتنې سره هممهاله پیل شوی و، لسګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول.
په هغه وخت کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر، جو بایدن، وویل چې دغه پروګرام د "زیانمنونکو افغانانو" د مرستې لپاره دی. په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې د دوو لسیزو په اوږدو کې یې په افغانستان کې د امریکا ترڅنګ کار کړی، څو هغوی په خوندي ډول په امریکا کې میشت شي.
د بایدن حکومت ویلي چې له ۴۰ سلنې څخه ډېر هغه افغانان چې د پوځي تخلیې پر مهال امریکا ته داخل شوي، د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) د ترلاسه کولو شرایط لري. د SIV پروګرام هغو افغانانو ته دایمي اقامت او وروسته د امریکا د تابعیت د ترلاسه کولو زمینه برابروي چې د امریکا له پوځ او حکومت سره یې په تېرو دوو لسیزو کې کار کړی وي.
فورم \ دبحث خونه