په ایران کې هغه مظاهرې چې د یکشنبې په ورځ د انفلاسیون او د پیسو د ارزښت د کمیدو له کبله پیل شوې، د سهشنبې په ورځ د (دسمبر ۳۰) له پلازمینې تهران څخه په لا زیات شدت سره نورو ښارونو ته خپرې شوې دي.
د تهران د بېلابېلو بازارونو له خپرو شویو ویډیوګانو څخه، له لوی بازاره نیولې د اوسپنې تر بازار پورې دا څرګندیږي چې پراخې مظاهرې شوي او ګڼ شمېر دوکاندارانو د هېواد له روان وضعیت سره د نیوکې او اعتراض په توګه خپل دوکانونه تړلي او د مظاهره کوونکو له لیکو سره یوځای شوي دي.
دا پراخې مظاهرې د کرمانشاه په ګډون په نورو ښارونو او ولایتونو کې هم دوام درلود. معترضانو په پراخ حضور سره د همدان له ښار څخه راپورونه ښيي چې حکومتي ځواکونو د شپې پر مهال پر معترضانو ډزې کړې دي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه چې د اکثریت جمهوري غوښتونکو په لاس کې ده او مشري يې د فلوریډا جمهوري غوښتونکي استازي برایان ماسټ کوي په یوه بیان کې د ایران دحکومت لخوا د لاریون کونکو په وړاندې تاوتریخوالی غندلی دی.
دې کمیټې د سې شنبې په ورځ د ډسمبر ۳۰مه ، په ایران کې د حکومت ضد د ملي لاریونونو په دریمه ورځ، په یوه بیان کې وویل چې د ایران لخوا "د خپلو خلکو ظالمانه ځپل ټکان ورکوونکی دی."
په دې بیان کې راغلي دي: "د ایران خلک د دې بې کفایته او فاسد رژیم څخه د ښه مستحق دي، هغه رژیم چې تل شخصي ګټې د خپلو اتباعو د اړتیاوو څخه پورته ګڼي."
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر وویل: "موږ د ایران د خلکو او د هغوی د غوره لارې د انتخاب د حق سره ولاړ یو."
د ۱۴۰۴ کال د اعتراضونو د درېیمې ورځې یوه څرګنده ځانګړینه دا وه چې د هېواد د پوهنتونونو محصلین هم له اعتراضونو سره یوځای شویدي. محصلینو د حکومت په ضد شعارونو سره اعتراضونو ته لا جدي پړاو ته ور دننه کړي دي.
د تهران په پوهنتون کې، محصلینو د ایران د مشر پر ضد شعارونه ورکړل او ویل یې: «مرګ دې وي پر خامنهای».
که څه هم ډېرو مدني فعالانو له وړاندې خبرداری ورکړی و چې په تړلو او بندیز لګول شویو چاپېریالونو لکه پوهنتونونو کې اعتراض د حکومت لپاره د سخت چلند زمینه برابروي، خو د محصلینو نږدې ټول اعتراضونه د پوهنتونونو په دننه محوطو کې ترسره شوي چې په پایله کې یې یو شمېر محصلین هم نیول شویدي.
د امیرکبیر د خبرپاڼې د رپوټ له مخې، د تهران پوهنتون د محصل «شایان دهکردی آدمی» د وضعیت په اړه چې د سهشنبې په ورځ د دسمبر ۳۰ نیول شوی و، هېڅ معلومات نشته.
هممهاله د «مبین امینیان»، «مانی ایدی»، «عارف هادینژاد»، «شاهین شکوهی» او «ابوالفضل مروتی» په نومونو پنځه نور محصلین نیول شوي چې د همدې خبرپاڼې په وینا، د سهشنبې د ورځې په وروستیو ساعتونو کې بیا خوشې شول.
په همدې حال کې، حسین شریعتمداري، چې علي خامنهای هغه د کیهان په نوم د ورځپاڼې د مسؤل مدیر په توګه ټاکلی، د حکومت ضد د مظاهره کونکو پر ضد په یوه مقاله کې ومنله چې د لاریون کونکو په شعارونو کې «اقتصادي ستونزې نه تر سترګو کېږي».
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نور حکومتي چارواکي هڅه کوي دا ډول وښيي چې اعتراضونه یوازې د معیشتي ستونزو پورې محدود دي.
فورم \ دبحث خونه