د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د چهارشنبې په ورځ د مرغومي په درېیمه (د دسمبر ۲۴) د یوې ویډیو په خپرولو د امریکا د حکومت او د بهرنیو چارو وزارت د تېر کال لاسته راوړنې او اقدامات بیان کړل.
د بهرنیو چارو وزیر، روبیو په دې ویډیو کې چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رسمي ټولنیزو شبکو له لارې خپره شوه، په دې ټینګار سره چې دا مهال «د ملي امنیت د سلاکار، د بهرنیو چارو د وزیر، او د امریکا د ملي ارشیف او اسنادو د دفتر د سرپرست د مشر» په توګه «د امریکا د متحده ایالتونو د اووه څلوېښتم ولسمشر ډونالډ ټرمپ» تر مشرتابه او خدمت لاندې کار کوي، هغه تر ټولو غوره ولسمشر وباله او ویې ویل:
"دا زما لپاره ستر ویاړ دی چې دا مسؤلیتونه پر غاړه لرم."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تېر یو کال د لاسته راوړنو په اړه د خپلو خبرو په پیل کې د سولې هوکړو ته اشاره وکړه او ویې ویل:
"موږ سږ کال ډېرې لاسته راوړنې درلودې. د سولې له تړونونو سره پیل وکړئ. د سولې تړونونه يو په بل پسې. هند او پاکستان د یوې ډېرې خطرناکې جګړې په درشل کې وو، خو ولسمشر ددې مخه ونیوله. د کمبودیا او تایلنډ په اړه، موږ د سولې هوکړه تر لاسه کړه. د اذربایجان او ارمنستان په اړه هم، هغه جګړه چې کېدای شوه پیل شي او د ناورین نه ډکې پایلې ولري، ودرول شوه. او البته غزه؛ یوه اوږده جګړه چې هېچا یې د پای تصور هم نه شو کولای. ولسمشر ور ښکیل شو، جګړه یې پای ته ورسوله، او د اوږدمهاله ثبات او امنیت لپاره یې یو پلان وړاندې کړ."
هغه زیاته کړه: "له دې سربېره، سږکال موږ اروپا ته ولاړو او ولسمشر [ټرمپ] داسې کار وکړ چې هېڅ پخواني ولسمشر نه و کړی: ناټو یې اړ کړه چې د دفاعي لګښتونو کچه پنځه سلنې ته لوړه کړي. یوازې څو کاله وړاندې دا کچه یو یا دوه سلنه وه، خو اوس ټول دغه هېوادونه پنځه سلنې ته ژمن شوي دي. دا د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ټیم لپاره یوه فوقالعاده لاسته راوړنه ده."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د هغو اصلاحاتو یادونه وکړه چې د ولسمشر تر مشرۍ لاندې یې په بهرنیو چارو وزارت کې پلي کړي، او ویې ویل چې پر دغو اصلاحاتو ویاړي. هغه زیاته کړه:
"موږ [د امریکا د نړیوالې پراختیا مرستندویه اداره] یواېساېآیډي لغوه کړه او ټولې بهرنۍ مرستې مو د بهرنیو چارو وزارت تر څار لاندې راوستې. په دې توګه، اوس چې کله هېوادونو ته مالي مرسته کوو، په دقیقه توګه پوهېږو چې دا پیسې چېرته ځي او ډاډه یو چې زموږ متحدینو او دوستانو ته رسېږي، نه دا چې د کومې درېیمې ډلې د شتمنېدو لپاره ولګول شي چې د مالیه ورکوونکو له پیسو ګټه اخلي."
ښاغلي روبیو زیاته کړه: "موږ د پولو د امنیت په ټینګښت کې هم رول درلود. که څه هم دا مسؤلیت د کورني امنیت وزارت پورې اړه لري، خو موږ هم د هغو هوکړو له لارې چې له نورو هېوادونو سره مو د خلکو د بېرته ستنولو لپاره وکړې، پدې چارو کې ګډون وکړ. نن سبا تر بل هر وخت زیات هېوادونه خپل هغه اتباع بېرته مني چې په ناقانونه ډول زموږ په هېواد کې حضور لري. هغوی هم له موږ سره مرسته کوي څو له هماغه پیل څخه د خلکو د ناقانونه داخلېدو مخه ونیسو. دا یوه ستره لاسته راوړنه ده."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "د امریکا د ولسمشر» له لوري له امریکايي خلکو سره د شویو ژمنو پر پلي کولو د ټینګار په یادولو سره وویل چې ولسمشر «د نشهيي توکو له کارټلونو سره د مستقیمې مقابلې له لارې زموږ امنیت ساتي؛ هغه کارټلونه چې زموږ خلک مسموموي او له منځه یې وړي. ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې وه چې له هغوی سره به مقابله کوي، او اوس همدا کار کوي. هغه تاسو ته خپله ژمنه بشپړوي."
هغه په عین حال کې وویل چې ۲۰۲۶ کال به له ځان سره ډېرې ننګونې ولري، خو "موږ یو ډېر غوره ولسمشر او یو پیاوړی ټیم لرو چې ده پخپله جوړ کړی دی. موږ د راتلونکي کال دپاره هم د بیسارو لاسته راوړنو په تمه یو."
هغه په پای کې د کرېسمس، هانیکا، او نوي کال د رارسېدو مبارکي هم ورکړه او زیاته یې کړه: "غوره ورځې لا هم مخې ته دي."
فورم \ دبحث خونه