د لاس رسي وړ اتصالات

امريکا د ساينسي موندنو د چټکتيا لپاره د مصنوعي ځیرکتیا ماموريت پيلوي


 د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په برخه کې د ولسمشر ټرمپ هڅې
د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په برخه کې د ولسمشر ټرمپ هڅې

د ټرمپ ادارې په متحدو ايالاتو کې د ساينسي موندنو د لړۍ ګړندي کولو لپاره يو نوښت پيل کړی چې د فدرالي او خصوصي برخو د څېړنو معلومات د مصنوعي ځیرکتیا په مرستې سره يو ځای کوي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د نوامبر 24 مه د “جېنېسېس ماموريت” په نوم يو اجراییوي فرمان لاسليک کړ.

د سپینې ماڼۍ د علومو او ټکنالوژۍ د پاليسۍ دفتر مشر مايکل کراټسيوس، چې د لاسليک د مراسمو له ګډونوالو څخه و، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې وليکل چې دغه ماموريت به د انرژۍ وزارت ملي لابراتوارونه او د فدرال حکومت ساينسي معلومات د امريکايي خصوصي شرکتونو له څېړنو سره په يوه پلتفارم کې يو ځای کړي چې د ساينس او ټکنالوژۍ د نړۍ پرمختګ به چټک کړي.”

د ټرمپ ددې فرمان پر اساس د امریکا د انرژۍ له وزير څخه غوښتل شوي چې په دوو مياشتو کې د کانګرس د موجوده بوديجې په چوکاټ کې د هغه ساينسي ننګونو لېست وړاندې کړي چې د( AI) دا پلاتفورم به يې حلوي، او په نهو مياشتو کې به د عملياتو لومړنۍ وړتيا هم نندارې ته وړاندې کوي.

د یوه بل خبر له مخې د امازون په نوم د امریکا یو لوی شرکت اعلان وکړ چې د AI د زېربناوو د جوړولو په برخه کې به د متحده ايالاتو د حکومت لپاره تر ۵۰ ميليارد ډالرو پورې پانګونه وکړي.

د امازون د ویبسایتي خدماتو دفتر (د کلود کمپیوتینګ ) څانکې د دوشنبې په ورځ په يوې مطبوعاتي خبرپاڼې کې وويل چې د همدې لپاره به راتلونکی کال د کار چمتووالی پيل کړي، او د AI شاوخوا ۱.۳ ګيګاواټه معلومات او د مغلقې محاسبې کمپیوتري لوړ کاري ظرفيت به هغو معلوماتي مرکزونو ته ور زيات کړي چې يوازې د حکومت لپاره ډيزاين شوي دي.

د AWS مشر، مېټ ګارمن، په يوه بيان کې وويل:

"موږ د حکومت لپاره ځانګړې جوړې شوې AI او کلاوډ زېربناوو کې پانګونه کوو څو فدرالي ادارو کې کارکونکي پدې پوه شي چې له پرمختللې تکنالوژۍ څخه د اې آې په مرسته څنګه کار واخیستل شي."
هغه زياته کړه:

“موږ ادارو ته د پرمختللې AI وړتياوو ته د پراخ لاسرسي لارې برابروو، څو دوي د سايبري امنيت څخه د درملو ترموندلو پورې په مهمو ماموريتونو کې چټکه وړتيا تر لاسه کړي.

دا پانګونه د ټکنالوژۍ د ډګر هغه خنډونه لرې کوي چې حکومتي چارې یې سوکه کړې وې. دا امريکا د AI د عصر د مشرتابه لپاره نوره هم چمتو کوي.”

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG