د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ:د وینزویلا سره مو اصلي اړیکې د هېواد پر ثبات او د تېلو پر همکارۍ متمرکزې دي


د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویانده، کارولاین لیوېټ
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویانده، کارولاین لیوېټ

سپینه ماڼۍ امریکا غږ ته ویلي چې د ونیزویلا له موقتي چارواکو سره یې اړیکې تر ډېره د دغه هېواد د ثبات د ټینګښت او د تېلو په برخه کې د همکارۍ پر موضوع راڅرخي. دا وروسته له هغه پیښېږي چې د امریکا له خوا د ونیزویلا د هېواد دیکتاتور مشر نیکولاس مادورو روانه میاشت ونیول شو څو د نشه‌يي توکو سره تړلې د ترهګرۍ یا نارکوتروریزم په تور محاکمه شي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ویاندې، کارولاین لیوېټ، دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (جنوري ۱۲) خبریالانو ته د امریکا غږ د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې د مادورو تر واکمنۍ لاندې وینزویلا کې د کلونو راهیسې د امریکا د دښمن هېواد ایران او د هغه د ترهګر نیابتي ځواک حزب‌الله د حضور په اړه وه.

کله چې امریکا غږ ترې وپوښتل چې سپینه ماڼۍ له کاراکاس څخه کوم عملي ګامونه غواړي څو ایران او حزب‌الله په وینزویلا کې خپل فعالیتونه ودروي، لیوېټ وویل: «اوس مهال له موقتي چارواکو سره اصلي اړیکې په څرګنده توګه د ثبات او سوکالۍ د ټینګښت او د انرژۍ په برخه کې د دوامدارې همکارۍ پر موضوع متمرکزې دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جنورۍ پر څلورمه، د مادورو تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته، د امریکا د سي‌بي‌اېس تلویزیوني شبکې ته وویل چې امریکا تمه لري هغه موقتي چارواکي چې د مادورو ځایناستي شوي، داسې بدلونونه راولي چې د هغه په قول «نور زموږ په خپله نیمه کره کې له حزب‌الله او ایران سره نږدې اړیکې ونه لري.»

د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې، لیوېټ وویل چې د وینزویلا له موقتي چارواکو سره د امریکا د خبرو یو بل لومړیتوب دا دی چې د امریکا او وینزویلا ترمنځ د انرژۍ تړونونو ته لاره هواره کړي هغه تړونونه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې د تیلو د سترو امریکایي شرکتونو سره په لیدنه کې پرې خبرې کړې وې.

په دې غونډه کې د تېلو په برخه کې د امریکا سترو شرکتونو، شیوران، ایکسان موبایل او کوناکو فیلیپس، مشرانو برخه اخیستې وه. ټرمپ هغوی وهڅول چې له وینزویلا سره د تېلو د تولید د زیاتولو په برخه کې مرسته وکړي. ونیزویلا په نړۍ کې د تیلو تر ټولو لویې زیرمې لري.

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۷ کال کې ایکسان موبایل او کوناکو فیلیپس د وینزویلا د هغه وخت د حکومت د پرېکړو له امله چې غوښتل یې د خپل هیواد د تېلو شتمنۍ ملي کړي، له دغه هېواده ووتل. شیوران دا مهال په وینزویلا کې پاتې د تېلو یوازینی تولیدوونکی امریکایي شرکت دی.

لیوېټ دا هم وویل چې د امریکا لپاره د وینزویلا له چارواکو سره په اړیکو کې یو بل لومړیتوب دا دی چې د نشه‌يي توکو قاچاقبران د کښتیو له لارې امریکا ته د مخدره موادو له لېږدولو منع کړای شي.

هغې وویل: «موږ نه غواړو د نشه‌يي توکو نورې کښتۍ له وینزویلا څخه د امریکا متحده ایالتونو پر لور روانې ووینو، هغه څه چې رښتیا ووایم موږ په تېره یوه اوونۍ کې نه دي لیدلي.»

لیوېټ زیاته کړه چې ټرمپ «دا خبره په واضحه ډول کړې چې له وینزویلا څخه به یوازې د تېلو هغه ټانکرونه چې د امریکا له خوا منظور شوي، تګ راتګ کوي، او موږ به د هغو کښتیو نیولو ته دوام ورکړو چې بې‌تابعیته وي یا د سوداګرۍ لپاره زمونږ له خوا منظور شوې نه وي.»

تېره اوونۍ، ټرمپ د ټولنیزو رسنیو له لارې اعلان وکړ چې کاراکاس موافقه کړې چې امریکا ته د ۳۰ میلیونو څخه تر ۵۰ میلیونو بېرلو پورې زېرمه شوی تېل ور وسپاري. د هغه په وینا، دا تېل به د بازار په بیه وپلورل شي او ګټه به یې د وینزویلا او د امریکا خلکو ته ورسېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG