د ټرمپ ادارې د امریکا بزګرانو ته د ۱۲ میلیارد ډالرو د مرستې د بستې جزئیات اعلان کړ. په دې مرستندویه بسته کې راغلي چې د وریجو، پنبې، اوربشو او مومپلۍ د کروندګرو لپاره په هر هیکړ ځمکې کې تر ټولو لوړ نرخونه ورکول کیږي. نور جزئیات په دې راپور کې واورئ.
د امریکا د کرنې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د دې بستې څخه به ۱۱ میلیارده ډالر بزګرانو ته د یو ځل لپاره د نغدو پیسو په توګه ووېشل شي. هغه بزګران چې د پروګرام لپاره وروپېژندل شي، د هر ایکړ په سربه پیسې ترلاسه کړي.
پاتې ۱ میلیارد ډالر به د ځانګړو کرنیزو محصولاتو او د بورې د جوړولو د چارو بزګرانو ته ورکړل شي.
د ۱۲ میلیارده ډالرو دغه مرستندویه بسته، چې د «فارمر بریج اسسټنس پروګرام» (FBA) په نوم یادیږي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دسمبر په ۸مه د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې په ځانګړې توګه د بزګرانو دپآره اعلان شوه، څو هغوی سره د راتلونکي کرنیز فصل د چمتووالي پر مهال د لوړو لګښتونو په پرې کولو کې مرسته وکړي.
د امریکا د کرنې وزیرې بروک رولینز د چهارشنبې په بیان کې وویل:
«ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې چې د کرنې په اقتصاد کې به ثبات زیات کړي، او کله چې دوی د پسرلني کرنیز فصل لپاره د بانکونو سره پلان جوړوي نو کولی شي د دغو تادیاتو پر حساب باور وکړي.»
هغې زیاته کړه:
«بزګرانو ته لومړیتوب ورکول پدې مانا دي چې په مهم وخت کې واقعي مرسته برابره او وړاندې شي. هغه بزګران چې ددې پروګرام شرایط پوره کوي، تمه کولی شي چې تر ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې به پیسې د دوی بانکي حسابونو ته ور ورسیږي.»
د وزارت د بیان له مخې، تر ټولو لوړې مرستې به د وريجو بزګرانو ته ورکړل شي چې د هر ایکړ په بدل کې به ۱۳۲.۸۹ ډالر ترلاسه کړي. ورپسې د پنبې بزګران دي چې ۱۱۷.۳۵ ډالر به د هر ایکړ په حساب ترلاسه کړي، او د اوربشو بزګران به ۸۱.۷۵ ډالر د هر ایکړ په بدل کې واخلي.
نور مهم ترلاسه کوونکي پکې د ممپلیو بزګران دي چې ۵۵.۶۵ ډالر به د هر ایکړ په حساب ترلاسه کړي، غنم ۳۹.۳۵ ډالر، او سویا بین ۳۰.۸۸ ډالر د هر ایکړ په بدل کې تر لاسه کوي.
د بیان له مخې، دا تادیات د ۲۰۲۵ کال پر کرل شوو ځمکو ولاړ دي، او د کرنې د اقتصادي څېړنو د خدماتو د تولید لګښتونو او د نړیوالې کرنیزې عرضې او تقاضا د اټکل د راپور پر بنسټ محاسبه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه