د لاس رسي وړ اتصالات

کرېس رایټ: امریکا او وینزویلا کولی شي د انرژۍ په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راولي

 امریکا د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر، کریس رایټ او د ونیزوبلا د سرپرستې ادارې مشره، ډېلسي رودریګز
امریکا د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر، کریس رایټ او د ونیزوبلا د سرپرستې ادارې مشره، ډېلسي رودریګز

د امریکا د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر، کریس رایټ، وايي چې متحده ایالتونه داسې ګامونه اخیستي چې "د وینزویلا خلک او اقتصاد ازاد کړي" او په وینزویلا کې دننه د کاروبارونو ملاتړ وکړي او همدارنګه هغو شرکتونو ته هم لاره هواره کړي چې غواړي دغه هېواد ته داخل شي.

رایټ د چهارشنبې په ورځ وینزویلا ته د خپل درې ورځني سفر په لومړۍ ورځ وویل چې ده او د ونیزوبلا سرپرست مشرې، ډېلسي رودریګز، په هغه هیواد کې د "سترو طبیعي زیرمو" په اړه خبرې کړي چې په کې نفت، طبیعي ګاز، کان کیندنه او منرالونه شامل دي.

رایټ وویل: «زه فکر کوم موږ پوهېږو چې د وینزویلا خلک او د متحده ایالتونه خلک کولی شي په ګډه کار کولو سره، سږ کال د وینزویلا د تیلو په تولید، د وینزویلا د طبیعي ګازو په تولید، او د وینزویلا د برېښنا په تولید کې د "د پام وړ" زیاتوالی رامنځته کړي. او تر ټولو مهمه دا چې دا ټول به د هېواد په کچه د ونیزویلا د ټولو خلکو لپاره د کاري فرصتونو، معاشونو او د ژوند د کیفیت د لوړولو سبب شي.»

هغه زیاته کړه: «او د دې کار په ترسره کولو سره به دا د متحده ایالتونو، لوېدیځې نیم کرې، او زموږ د ټولو د راتلونکې ملګرتیا لپاره هم لويي ګټې له ځانه سره ولري.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا او وینزویلا اړیکې «فوق العاده» دي.

ټرمپ د ټروت سوشیل پر ټولنیزي شبکې کې ولیکل: «تیل بهیر به پیل شي، او د پیسو زیاته اندازه به دومره لوړه اندازه چې د ډېرو کلونو راهیسې نه دي لیدل شوي، ډېر ژر د وینزویلا له خلکو سره زیاته مرسته وکړي.»

رایټ زیاته کړه چی امریکا او وینزویلا کولی شي په ګډه کار وکړي چې سږ کال په وینزویلا کې د نفتو، طبیعي ګاز او برېښنا په تولید کې "پام وړ زیاتوالی" راولي. هغه زیاته کړه چې دغه هڅې به د وینزویلا د خلکو لپاره د لا زیاتو دندو، لوړو معاشونو او د ژوند د کیفیت د بهتر والي سبب هم شي.

د رایټ ددې سفر په لړ کې د وینزویلا له چارواکو سره د لیدنې سر بیره، تمه کېږي چې هغه د تیلو شرکتونو او نورو کمپنیو له اجرائیوي رییسانو سره هم خبرې اترې ولري.

رودریګز د رایټ د سفر هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا سفر د لا ډېرو همکاریو لپاره دروازه پرانیزي. هغې همدارنګه د نفتو، ګازو، کان کیندنې او برېښنا د پروژو یادونه وکړه او ویې ویل چې له متحده ایالتونو سره اړیکې به ګټورې، اغېزمنې او د دواړو هېوادونو په ښېګڼې تمامې شي.

د رایټ سفر شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغه ترسره کېږي چې امریکايي ځواکونو په کاراکاس کی د وینزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، ونیو او متحدو ایالتونو ته یې راوستو چې د مخدره توکو په تړاو د ترهګرۍ او نورو تورونو له امله محاکمه شي. مادورو په ځان لګېدلي تورونه رد کړي او د بی ګناهۍ ادعا یې کړی ده.

وینزویلا، چې په نړۍ کې تر ټولو ثابت شوې د تیلو لویې زیرمې لري، په دې وروستیو کې د تیلو په قوانینو کی اصلاحات راوستل څو د تیلو په تولید کې خصوصي شرکتونو ته د پانګونې لاره هم پرانستل شي.

متحده ایالتونو د وینزویلا د نفتو په صنعت لګېدلي بندیزونه نرم کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG