فرانسه وايي، هڅه به وکړي چې د اروپايي ټولنې له لارې پر ایران بندیزونه ولګوي. پاریس تهران تورنوي چې د هغه سایبري برید تر شا لاس لري چې د فرانسې په شاوخوا ۷۰۰ پلورنځیو کې یې د یخچالونو سیستمونه زیانمن کړي دي.
دغه بریدونه د اکتوبر د ۱۱مې او ۱۲مې نېټې په شپه کې ترسره شوي دي. د رپوټونو له مخې، هکرانو د پلورنځیو یخچالونو ته له لرې واټن څخه لاسرسی موندلی، د هغوی تودوخه یې زیاته کړې او د خبرداري سیستمونه یې له کاره غورځولي دي.
د دې پېښې په پایله کې، په لویه کچه تازه او کنګل شوي خوراکي توکي ضایع شول. همدارنګه، د یخولو ځینې وسایل هم زیانمن شوي دي.
فرانسوي چارواکو د دې پېښې پړه د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب اچولې ده. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل باروټ، وايي چې څېړونکو له ایران سره تړلي شواهد موندلي دي.
په دغو شواهدو کې د فارسي ژبې کارول او د انټرنېټ هغه پتې شاملې دي چې له ایراني وسایلو سره تړاو لري.
په پاریس کې څارنوالې، لور بیکو، د "شهید کاوه" په نوم د یوې سایبري څانګې په اړه څېړنې پیل کړې دي. دغه څانګه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سره تړاو لري. څېړنې د دې څانګې پر مشر او د هغه پر دوو مرستیالانو متمرکزې دي.
د څارنوالۍ دفتر د دغې څانګې د دوو چارواکو لپاره د نیولو غوښتنه هم کړې ده.
فرانسې د دغو تورونو په تړاو په پاریس کې د ایران سفیر احضار کړی دی. د بهرنیو چارو وزیر باروټ وايي، فرانسه به د دې برید د مسؤلینو پر ضد د اروپايي ټولنې د نورو اقداماتو هڅه هم نه ردوي.
خو تهران دغه تورونه رد کړي او بېبنسټه یې بللي دي.
دا پېښه یوازینۍ نه ده. د پلونځیو د یخچالونو پر سیستمونو ورته سایبري بریدونه په سویډن، بلجیم او ایرلنډ کې هم شوي دي. چارواکي لا هم څېړنې کوي چې ایا دغه پېښې له یو بل سره تړاو لري او که نه.
دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې په ټوله اروپا کې د مهمو بنسټونو او حیاتي خدمتونو پر وړاندې د سایبري بریدونو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
فورم \ دبحث خونه