د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان:له خیبرپښتونخوا څخه به د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک شي

 ارشیف
ارشیف

د وروستیو رپوټونو پر بنسټ د پاکستان حکومت ویلي د خیبر پښتونخوا له ایالت څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک کوي. داسې ویل کیږي چې چارواکو په ټول ایالت کې د همغږۍ، څارنې او د عملیاتو لپاره چمتووالی زیات کړی دی.

د سرچینو له مخې، په ایالتي او د ولسوالیو په کچه د کنټرول خونې جوړېږي او د ټولو ۳۴ ولسوالیو له امنیه قوماندانانو څخه غوښتل شوي چې د وضعیت په اړه مفصل راپورونه وړاندې کړي.

د ملي کړکېچ مدیریت مرکز به د شپې او ورځې په اوږدو کې فعالیت کوي، څو ایالتي حکومتونو ته لازمې لارښوونې وکړي او د افغان وګړو د بېرته ستنېدو لپاره اړین ترتیبات همغږي کړي.

د وروستیو راپورونو له مخې، په پېښور کې چارواکو د هغو افغان وګړو په اړه د معلوماتو راټولولو هڅې هم زیاتې کړې دي چې په دغه ښار کې ژوند کوي او کاروبارونه پر مخ وړي.

ویل کېږي چې چارواکي د دغو افغانانو د استوګنې ادرسونه، سوداګریز فعالیتونه، دوکانونه، د ګرځنده ټیلیفون شمېرې، موټر، د ماشومانو شمېر او د عاید سرچینې ثبتوي. همدارنګه، په بهرنیو هېوادونو کې د هغوی د خپلوانو او له دولتي کارکوونکو او چارواکو سره د کورنیو اړیکو په اړه هم معلومات راټولېږي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د ناقانونه بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو پلان پیل کړ، چې له مخې یې په لومړي پړاو کې له بې‌اسناده بهرنیو وګړو، په ځانګړې توګه افغانانو، وغوښتل شول چې دغه هېواد پرېږدي.

دغه پالیسي وروسته په بېلابېلو پړاوونو کې عملي شوې او چارواکو د دې پرېکړې لپاره د ملي امنیت، سرحدونو د مدیریت او د کډوالۍ د قوانینو مراعاتول مهم لاملونه بللي دي.

خو دې موضوع د بشري مرستو د سازمانونو اندېښنې هم راپارولې دي. دغه سازمانونه په ځانګړې توګه د زیان‌منونکو کډوالو، ښځو، ماشومانو او هغو کورنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنه لري چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG