د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۰۲۵ کال د کېنډې مرکز د معتبرو کلنیو جایزو پڼځه ګټونکي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ پ چې د خپلې دوهمې دورې له پیل راهیسې د کېنډي مرکز مشري پر غاړه لري، د چهارشنبې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو له لارې د کندي د مرکز د ۲۰۲۵ کال د پنځو ګټونکو نومونه اعلان کړل.

هغه زیاته کړه چې د نورو له خوا د غوښتنو پر بنسټ سږ کال د مراسمو کوربتوب هم هغه پخپله کوي.
هغه وویل،

"راځئ چې همدا اوس د کینیډي مرکز په اړه خبرې وکړو. زه خوشحاله یم چې دلته یم ځکه چې په رسمي ډول خپل وتلي ګټونکي هنرمندان اعلانوو هغه هنرمندان چې د دې کال په وروستیو کې به د 2025 د کینیډي مرکز د ویاړلو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شي. دا به یو شانداره ماښام وي."

ولسمشر ټرمپ یوه هنري ډله او یو شمیر هنرمندان د کینیدي مرکز د سږني کال د ګټونکو په توګه معرفي کړل.

د «راکي» په نوم د فلم ۷۹ کلن مشهور لوبغاړی او فلم‌جوړونکی سیلوستر ستالون نوم چې د هالیوډ وتلی ستوری ګڼل کیږي او رمبو فلمونو له لارې یې هم خورا شهرت تر لاسه کړ، اول اعلان شو. هغه د گولډن‌گلوب جایزه هم ګټلې او څو ځله د اسکار جایزو ته نوماند شوی هم دی.

پدې لست کې بل نوم په امریکا کې د کنتري موسیقۍ نامتو سندرغاړی ۷۳ کلن جورج ستریت دی.

همدارنګه افریقایي الاصله امریکایي مشهوره سندرغاړې ۸۱ کلنه گلوریا ګینور هم پدې لست کې شامله ده.

د هوی‌متال د موسیقۍ مشهوره ډله "کیس" هم پدې لړ کې ستایل کیږي چې د ۱۹۷۰ لسیزې په پیل کې په نیویارک کې جوړه شوې وه.

او د اوپرا یا سندریز تیاتر ستوری ۸۳ کلن مایکل کرافورد نوم هم د ګټونکي په توګه اعلان شو چې د توني او لارنس جایزې یې هم ځانته ګټلې دي.

ددې هنرمندانو د ستاینې دپاره مراسم به د روان کال په دسمبر میاشت کې د واشنګټن ښار په کینډي مرکز کې ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG