د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: وینزویلا به امریکا ته له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیونه بېرله تېل ورکړي


ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي وینزویلا به د ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیونه بېرله تېل استخراج کړي چې د بازار په بیه به وپلورل شي، څو د وینزویلا او د متحده ایالتونو د خلکو په ګټه وکارول شي.

ټرمپ دا څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ د خپل ټولنیزې رسنۍ «ټروت سوشل» له لارې په یوه پوسټ کې وکړې.

ولسمشر ټرمپ دا خبرې څو ورځې وروسته له هغې کوي چې د امریکا ځواکونو د وینزویلا پخوانی مشر نیکولاس مادورو د کاراکاس په ښار کې د یوې پراخ عملیاتې یرغل پر مهال ونیوه، تر څو د مخدره موادو د قاچاق د تورونو په تړاو محاکمې ته وړاندې شي.

ټرمپ په پوسټ کې لیکلي:

«زه په خوښۍ سره اعلان کوم چې په وینزویلا کې موقتي چارواکي به د لوړ کیفیت، تر بندیزونو لاندې، د ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیونه بېرله تېل د امریکا متحده ایالتونو ته وسپاري. دا تېل به د بازار په بیه وپلورل شي، او دا پیسې به د امریکا د ولسمشر په توګه زما تر کنټرول لاندې وي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د وینزویلا او د متحده ایالتونو د خلکو په ګټه وکارول شي!»

هغه زیاته کړه:

«دا به د زېرمه کوونکو کښتیو له لارې انتقال شي او مستقیما به د تخلیې دپآره د امریکا بندرونو ته راوړل شي. ستاسو د پاملرنې څخه مننه!»

ټرمپ د انرژۍ وزیر کریس رایټ ته لارښوونه وکړه چې دا پلان سمدستي عملي کړي. رایټ د ټرمپ پیغام ته ځواب ورکړ او ویې ویل:

«ښاغلی ولسمشر پر دې کار بوخت یم،. ستاسو پیغام ته مې پوره پاملرنه ده.»

اټکل دا دی چې وینزویلا د نړۍ تر ټولو ستر د تېلو زېرمې لري.

دا پداسې حال کې ده چې د مادورو مرستیالې ډېلسي رودریګز د وینزویلا د موقتي مشرې په توګه لوړه کړې ده.

امریکایي چارواکو وویل چې دوی غواړي وینزویلا «په یوه ځانګړي لوري حرکت وکړي» او د مخدره موادو د لا زیات قاچاق پر ضد ګامونه واخلي، وینزویلا د امریکا د دښمنانو لپاره په خوندي ځای بدل نشي، او د تېلو صنعت د دښمنو کړیو د شتمنېدو لپاره ونه کارول شي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ان بي سي نیوز په نوم له خبري شبکې سره په مرکه کې وویل چې امریکا ښايي د امریکايي تېلو شرکتونو له‌خوا د وینزویلا د انرژۍ د بنسټونو د بیا رغونې هڅې ته مالي تمویل برابر کړي، او وړاندوینه یې وکړه چې دا بهیر کېدای شي له ۱۸ میاشتو څخه په کمه موده کې بشپړ شي.

هغه وویل: «زما په اند موږ کولی شو دا تر دې هم په کمه موده کې ترسره کړو، خو دا به ډېرې پیسې وغواړي. یو ډېر ستر مالي لګښت به وي، او د تېلو شرکتونه به دا لګښت په غاړه واخلي، بیا به موږ هغوی ته دا یا په مستقیم ډول یا د عوایدو له لارې پرې کړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا اونۍ وویل چې د وینزویلا پر ضد د لګول شوو بندیزونو د پلي کولو لپاره د قرنتین دریځ لا هم پر ځای دی.

روبیو د ای بي سي نیوز په نوم د «دې اونۍ» پروګرام سره مرکه کې وویل:

«که تاسو د بندیزونو لاندې کومې کښتۍ کې یاست او د وینزویلا پر لور روان یاست، نو تاسو به د هغه محکمې د حکم پر بنسټ چې موږ یې د امریکا له قاضیانو ترلاسه کړی دی، یا د ننوتلو پر مهال ونیول شئ او یا د وتلو پر مهال، موږ به تر هغې خپلو بندیزونو ته دوام ورکړو تر هغه چې بدلونونه رامنځته شي.»

ټرمپ وویل که د وینزویلا حکومت همکاري ونه کړي، امریکا چمتو ده چې نور اقدامات هم ترسره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG