د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په ګرینلنډ کې د تېلو، ګازو او منرالونو د پراخې کچې پلټلو د پیل لپاره چمتووالی روان دی.
د هغه دغو څرګندونو یو ځل بیا د ارکټیک پر دغه ټاپو کې د طبیعي زېرمو او ستراتیژیک اهمیت په اړه پام ور ور اړولی دی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ټروت سوشل په حساب کې ولیکل چې دغه ټاپو ښايي د تېلو سترې او په اسانۍ د لاسرسي وړ زېرمې ولري. خو هغه د دغو پروژو په اړه جزئیات یا دا مهالوېش نه دی وړاندې کړی چې دا پروژې به کله پیل شي.
دا اعلان له هغې نږدې یوه میاشت وروسته کېږي چې متحده ایالتونو، ډنمارک او ګرینلنډ د ارکټیک او شمالي اتلانتیک په سیمو کې د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو امنیتي هوکړه لاسلیک کړه.
دغه هوکړه په ګرینلنډ کې د امریکا د پوځي حضور د پراختیا زمینه برابروي، چې په کې د اضافي دفاعي سیمو لپاره پلانونه هم شامل دي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ګرینلنډ سخت اقلیم، د زیربناوو محدودیتونه او پېچلې جیولوجیکي ځانګړتیاوې له لسیزو راهیسې د دغه ټاپو د طبیعي زېرمو پراختیا ستونزمنه کړې ده.
که څه هم باور کېږي چې په دغه ټاپو کې د مهمو منرالونو د پام وړ زېرمې او همدارنګه د سمندر تر سطحې لاندې د تېلو او ګازو احتمالي زېرمې شته، خو د سوداګریزو چارو دپاره د دغو سرچینو استخراج لا هم له ننګونو سره مخ دی.
دغه موضوع مهم سیاسي اړخونه هم لري. ګرینلنډ د ډنمارک د پاچاهۍ په چوکاټ کې یوه خودمختاره سیمه ده، او وروستۍ امنیتي هوکړه د ډنمارک حاکمیت او د ګرینلنډ د خلکو دا حق یو ځل بیا تأییدوي چې د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.
فورم \ دبحث خونه