د امریکا د حکومت یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روان کال په پیل کې د دغه رژیم پر وړاندې د امریکا د پوځي عملیاتو او د دوامدارو سختو اقتصادي فشارونو په پایله کې بیا هم د نورو هغو هیوادونو هڅې چې ایران ته یې هر ډول مرستې برابروي، بې اغیزې پاتې شوی دي.
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې کړېدي.
پوښتنه د بریتانیا د «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې د پنجشنبې ورځې د یوه رپوټ په اړه وه، چې ادعا یې کړې وه روسیې پلان درلود چې ایران ته پر هليکوپترو باندې د نصب کېدونکو توغندیو ۹۰ توغوونکي سیسټمونه صادر کړي.
فایننشل ټایمز د روسیې د دفاع وزارت هغو اسنادو ته اشاره کړې وه چې ګواکې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو لپاره د تولید مهالوېش پکې شامل و.
خو په رپوټ کې نه وو ویل شوي چې ایا دغه پوځي مرستې ایران ته سپارل شوې وې او که نه. روسیې د پنجشنبې ورځې راپور ته سمدستي غبرګون ونه ښود.
دا پداسې حال کې ده چې د ایران د ملي امنیت شورا چارواکی محسن رضايي مسکو ته په سفر تللی و او د پنجشنبې په ورځ یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.
دغه امریکایي چارواکي، امریکا غږ ته په یوه برېښنالیک کې وویل: ایران د ‘ایپیک فیوري ’ یا حماسي غضب د عملیاتو په ترڅ کې له پوځي پلوه په بشپړه توګه له منځه وړل شوی، او اوس د "اقتصادي غضب" د عملیاتو او د هغې محاصرې له امله چې په تاریخ کې له تر ټولو بریالیو څخه یوه ګڼل کیږي، له اقتصادي اړخه د دغه رژیم ساه تنګېږي.»
هغه زیاته کړه: " هر هېواد چي وي ایران ته یې ورکړل شوې مرستې بې ګټې تمامې شویدي."
دغه چارواکي په څرګنده توګه ونه ویل چې ایا ایران له بهرنیو هېوادونو څخه مرستې ترلاسه کوي او که نه.
د روان کال په پیل کې هم رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ادعا یې کوله روسیې ایران ته په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي اډو د موقعیتونو په اړه استخباراتي معلومات ورکړي وو.
فورم \ دبحث خونه