د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې


په کابل کې د والیبال د نننیو د سیالیو یوه څنډه
په کابل کې د والیبال د نننیو د سیالیو یوه څنډه

په کابل کې د والیبال سیالۍ د ورزش د پرمختګ د سازمان او د کورنیو چارو وزارت په هممکارۍ له تیرې یوې اونۍ راهیسې پیل شوې وې چې په پایله کې غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسیدې.

د ورزش د پرمختګ د سازمان مشر ضیا دشتي وايي چې ددغو سیالیو د ترسره کولو هدف د والیبال د لوبې پرمختګ او پولیسو سره د خلکو د اړیکو پیاوړي کول وو.

دشتي په دې هکله وايي "په تیرو دوو کلنو کې دغه پروګرام ښې لاسته راوړنې درلودې ، سږکال مو دغه پروګرام پنځوس فیصده نور هم زیات کړی دی ، خو هیله لرو چې ټولو ولایتونو ته یې وغځوو".

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو ترمنځ دغه راز ورزشي سیالۍ زیاتې ګټورې دي او هیله من دي چې له دې څخه پولیس په لویه کچه ګټه واخلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل چې دوی غواړي د پولیسو فزیکي وړتیا د ورزشي پروګرامونو په ترسره کولو سره لوړ کړي.

ښاغلی صدیقي وايي "موږ غواړو چې پولیس سالم جسم ولري‌ ، ورزشکار اوسي او وکولای شي چې په سم دماغ سره خلکو ته خدمت وکړي خپل ټاکل شوي هدف ته رسیدلي یو خو لا اوس هم ستونزې شته او باید دا پروګرام په ټول هیواد کې عملي کړو".

د صبغت الله په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې دوی زیات خوښ دي‌ چې په دغه راز ورزشي سیالیو کې ګډون کوي، خو هیله یې دا ده چې ورته زیاتې ورزشي زمینې برابرې شي ترڅو وکولای شي په ښه توګه ورزش ته دوام ورکړي.

دی وايي "ډیرې ښې لوبې وې موږ پکې دویم مقام وګټو، زه ډیر خوښ یم چې د پولیسو لپاره دغه راز سیالۍ په لاره اچول شوي‌ دي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اړوندو ورزشي بنسټونو په همکارۍ په پام کې لري‌ چې په ټول هیواد کې ورزشي سیالۍ او ټورنمنټونه په بیلابیلو برخو کې ترسره کړي.

تیر کال د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۳۶ ورزشي‌ لوبډلې د والیبال ، فوټبال ، تکواندو او داسې نورو برخو کې جوړې شوې چې سږکال به نږدې ۵۰۰۰ لوبغاړي ته د ورزش د پرمختګ پروګرام وغځول شي.

XS
SM
MD
LG