د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د کابینې درې غړي تائید او درې نور رد کړل


د افغانستان ولسي جرګې نن چهارشنبه ډسمبر دوهمه(لېندۍ۱۲مه) پنځو نوماند وزیرانو او د افغانستان بانک سرپرست ته د رایې اچولو صندوقونه ایښي و.

ولسي جرګې پخپلې نننۍ غونډه کې یوازې د عامې روغتیا، سرحدونو او قبایلو چارو او اقتصاد وزارتونو ته نوماند وزیران تائید او د افغانستان بانک د نوماند په ګډون د پوهنې او کلیو بیارغونوې او پراختیا نوماند وزیران یې رد کړل.

د افغانستان ولسي جرګې احمد جاوید عمثاني د ۱۴۵ رایو په ور کولو د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر په توګه تائيد کړ.

همدرانګه محب الله صمیم د ۲۰۹ رایو په تر لاسه کولو سره د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر او کریمه حامد فاریابي د ۱۳۶رایو په تر لاسه کولو سره د افغانستان د اقتصاد وزیرې په توګه وټاکل شول.

خو ولسي جرګې پخپلې نننۍ جلسې کې دوه نور نوماند وزیران او د افغانستان بانک ریاست ته نوماند ته د باور رایې ورنه کړې او د یادې جرګې لخوا رد شول.

د افغانستان پوهنې وزارت ته نومانده رنګینه حمیدي د ۱۱۴ رایو په تر لاسه کولو سره ونه توانېدل چې د یاد وزارت په توګ د ولسي جرګې څخه د باور رایه پوره کړي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کریمي هم د ۱۱۸ رایو په تر لاسه کولو سره ونه توانېدی چې د وزیر په توګه له ولسي جرګې څخه د باور پوره رایه تر لاسه کړي.

د افغانستان بانک ته نوماند اجمل احمدي هم د ۷۲ رایو په تر لاسه کولو سره ونه توانېدی چې د افغانستان بانک ریاست څوکۍ خپله کړي.

د افغانستان ولسي جرګې تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ته د نوماند په ګډون ۱۵ وزیرانو ته د تائید رایې ورکړي وي او دوه تنه یې رد کړي و.

د ښځو چارو وزارت ته نومانده حسینه صافۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند محمد طاهر زهیر د ولسي جرګې لخوا رد شوي و.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر الرحمان رحماني تر دې مخکې له ولسمشر غني څخه غوښتي و چې د رد شوو کسانو پر ځای اړوند وزارتونو او افغانستان بانک ته نوي کسان ورمعرفي کړي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د رد شوو کسانو پر ځای به کله نوي کسان د ولسمشر غني لخوا ولسي جرګې ته معرفي شي.

XS
SM
MD
LG