د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون: راروانو ټاکنو ته ۶۶۰زره خلکو نوم لیکنه کړې


د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر لا هم چټک ندی
د را روانو ټاکنو د نوم لیکنې بهیر ورو دی- انتخاباتو کمیسیون
د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر لا هم چټک ندی د را روانو ټاکنو د نوم لیکنې بهیر ورو دی- انتخاباتو کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر له پیله تر تېرې ورځې پورې نیږدې ۶۶۰زره رایې ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لړۍ د وري د میاشتې په ۲۵ پیل شوې او د غوايي د اتمې پورې ایله ۶۶۰ زره رایې ورکوونکو په خپلو تذکرو کې د ټاکنو لپاره کارتونه لګولي دي.

د ټاکنو د کمیسیون کمیشنر رفیع الله بیدار له امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې وویل چې په تېرو ۱۴ ورځو کې په ټول افغانستان کې ۶۵۸زره او ۵۹ تنو نوم لیکنه کړې ده چې پکې ۲۴ په سلو کې ښځې شاملې دي.

ښاغلي بیدار زیاته کړه چې د نوم لیکنې زیاته برخه په کابل، هرات، کندهار، بامیان، ننګرهار او بلخ کې شوې ده خو په نورستان، ارزګان، کنړ، زابل، وردګ، بدخشان او پنجشیر کې د نوم لیکنې بهیر خورا کرار روان دی.

په ورته وخت کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د وخت د زیاتېدو په سر هم بحثونه پيل شوي دي. د ټاکنو د کمیسیون یوه چارواکو له امریکا غږ ته په خبرو کې وویل چې پدې اړه خبرې شوي خو لا هم کومې پایلې ته ندي رسېدلي.

د افغانستان حکومت او د ټاکنو څارونکو بنسټونو وار په وار د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر کراره تګ په اړه اندېښنې ښودلي دي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې ناامنیو په تیره بیا د مخالفو وسله والو بریدونو چې د رایې ورکوونکو د ثبت په مرکزونو یې وکړل تاثیر غورځولی دی.

د نوم لیکنې په لومړیو دوو اونیو کې په کابل او ځینو ولایتونو کې د نوم لیکنې په مرکزونو وسله والو مخالفینو بریدونه وکړل.

په ورته وخت کې ولسمشر غني له دیني علماوو وغوښتل چې خلک نوم لیکنې ته وهڅوي.

د حمل په ۲۵ نیټه په ښارونو کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پيل شوی او د ثور په ۲۲ به دا بهیر ولسوالیو ته وغځول شي.

XS
SM
MD
LG