د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون په بایومټرک باندې د انتخاباتي درغلیو مخه نیسي


کمیسیون وايي په بایومټرک کې د رایه ورکونکو لست ثبول د ۹۰سلنې درغلیو مخه نیسي
کمیسیون وايي په بایومټرک کې د رایه ورکونکو لست ثبول د ۹۰سلنې درغلیو مخه نیسي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې په بایومټریک دستګاو کې د رایې ورکوونکو د لیست ثبتولو سره به تر ۹۰ فیصده د انتخاباتي درغلیو مخنیوی وشي.

د انتخاباتو د کمیسیون د دارالانشاء رئيس حبیب‌الرحمن ننګ د پنجشنبې په ورځ (زمري ۱۷مه) خبریالانو ته وویل، چې د رایې ورکوونکو لیست د دغې دارالانشاء له چاڼ وروسته په چاپي او ډیجیټلي بڼه چمتو شوی دی.

هغه زیاته کړه: "د طرزالعمل په مطابق چاپي لیست به له نورو انتخاباتي موادو سره د رایې ورکولو محلونو ته واستول شي او دیجیټل لیست به په بایومټریک ماشین کې ثبت شي، چې دا دوه مورده به تر ۹۰ فیصده د سازمان شویو درغلیو په جدي ډول مخنیوی وکړي".

د ښاغلي ننګ پر وینا د احصایې ملي ادارې له ۱۸زرو څخه زیاتې بایومټریکه دستګاوې له ترمیم وروسته کمیسیون ته لیږدولي دي، چې د استفادې لپاره چمتو دي او د څه باندې ۱۷زره نورو دستګاو د پېرېدلو تړون هم د (دارملوک) له شرکت سره لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون د دارالانشاء رئيس زیاته کړه، چې د دغو دستګاو لومړنۍ جوپه کابل ته رسیدلې او دویمه جوپه به یې سبا د انتخاباتو کمیسیون ته وسپارل شي.

ښاغلي ننګ دغه راز، د تلې/میزان شپږمه د انتخاباتو د کمیسیون لپاره سره کرښه وبلله او ټينګار یې وکړ، چې د کاندیدانو تحریم به د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهالویش هیڅ اغیزه ونکړي.

XS
SM
MD
LG