د لاس رسي وړ اتصالات

کوم مرکزونه چې نن تړلي دي هلته سبا انتخابات کیږي – کمیسیون


د کابل په لویدیځ کې د ښځو د رایې ورکولو د یو مرکز مخې ته رایې ورکوونکي په کتار ولاړ دي.
د کابل په لویدیځ کې د ښځو د رایې ورکولو د یو مرکز مخې ته رایې ورکوونکي په کتار ولاړ دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، په هغو مرکزونو کې، چې نن د (تلې/میزان ۲۸) تړلي پاتې وو، د یکشنبې په ورځ تلې ۲۹مه، انتخابات کیږي.

د دغه کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغه پریکړه د خلکو له شکایتونو وروسته د انتخاباتو د کمیسیون د غړو په سلا شوې ده.

هغه زیاته کړه "کوم مرکزونه او محلات چې نن تر یوې بجې پرانیستل نه شي، په هغو کې به سبا انتخابات کيږي".

د انتخاباتو کمیسیون مشر دغه راز وویل، هغو مرکزونو ته چې حساس مواد په ځنډ رسیدلي او یا د کومې بلې ستونزې له امله په ځنډ پرانیستل شوي، هلته به د شپې تر اتو بجو پورې د رایې ورکولو لړۍ دوام وکړي.

د ښاغلي صیاد پر وینا، د رایې ورکولو په مرکزونو او محلاتو کې د ستونزو د حل لپاره، د انتخاباتو د کمیسیون ګرځنده ډلې فعالیت کوي.

نن د سهار په اتو بجو د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې انتخابات پیل شول، خو په یو شمیر مرکزونو کې د انتخاباتو د کمیسیون د کارکوونکو د نه موجودیت او د بایومتریک دستګاو د خرابوالي له امله انتخابات نه دي شوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، د دغو مرکزونو شمیر ۳۶۰ ته رسیږي.

د کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ‌ الله هاشمي خبریالانو ته وویل، د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د یو لړ ستونزو له امله، د ۵۰۵۴ مرکزونو له شمیرې په ۳۶۰ مرکزونو کې خلکو ته رایې ورکولو زمینه برابره شوې نه ده.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه "یو شمیر کسانو چې نه غوښتل دغه پروسه کامیابه شي، تر یو بریده په خپلو کارونو کې بریالي وو، د دې لپاره چې دا پروسه سبوتاژ کړي، دا پروسه تخریب کړي، یو لړ کارونه یې وکړل، موږ ته اطلاعات رسیدلي، چې په ځینو ځایونو کې یې بایومتریک (دستګاوې) ماتې کړي، په ځینو ځایونو کې یې په کې اوبه اچولي".

خو هغه ټینګار وکړ، د رایې ورکولو په شرایطو برابر هغه کسان چې نوم‌لیکنه یې کړې وي، د رایې ورکولو له حق څخه نه محرومیږي.

XS
SM
MD
LG