د لاس رسي وړ اتصالات

هریس د مهاجرو د ستونزو ازولو لپاره د امریکا-مکسیکو سرحد ته ځي


د مهاجرو د حقونو ځینو مدافعانو په کاملا هریس انتقاد کاوه چې دمهاجرو حالت یې په خپلو سترګو نه دی لیدلی
د مهاجرو د حقونو ځینو مدافعانو په کاملا هریس انتقاد کاوه چې دمهاجرو حالت یې په خپلو سترګو نه دی لیدلی

ټاکل شوې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن مرستیاله کاملا هریس او د کورني امنیت وزیر الیهاندرو مایورکاس نن جمعه، جون ۲۵ (چنګاښ۴) د مکسیکو او امریکا جنوبي سرحد ته ولاړ شي.

میرمن هریس متحده ایالاتو ته د لاتینې امریکا څخه د راتلونکو مهاجرینو او پنا غوښتونکو د ستونزې د حل کولو لپاره د بایډن د حکومت د هلو ځلو مشري په غاړه لري.

جمهوري غوښتونکي په میرمن هریس انتقاد کوي چې په سرحد کې د مهاجرینو ستونزې یې مخامخ ندي لیدلي.

د جمهور رئیس مرستیاله د همدې میاشتې په سر کې ګواتیمالا او مکسیکو ته هم تللې وه او په دواړو هیوادونو کې چارواکو ته وویل چې د بایډن حکومت هوډ لري د جنوبي او مرکزي امریکا څخه متحده ایالاتو ته د مهاجرینو د راتګ اصلي جرړې پیدا او چاره یې وکړي.

سپینه ماڼۍ پلان لري په هاندوراس، ال سلوادور او ګواتیمالا کې د اقتصادي او امنیتي ستونزو د حل لپاره په ملیاردونو ډالرې مرستې وکړي.

امریکایي چارواکي پداسې وخت کې جنوبي سرحد ته ورځي چې سرحدي محافظینو لس ګونه زره مهاجرین او پنا غوښتونکي نیولي دي.

د امریکا د ګمرکاتو او سرحد د خوندیتوب ادارې تازه معلومات ښیي چې د روان میلادي کال د مې په میاشتې کې چارواکو ۱۸۰۰۳۴ تنه د امریکا –مکسیکو په سرحد کې نیولي دي.

اکثریت کسان ناواده کړي بالغ وګړي دي.

د امریکا د ګمرکاتو او سرحد د خوندیتوب ادارې همدارنګه د مې په میاشت کې څه باندې ۱۱۲۳۰۲ تنه د بهرنیو هیوادونو اتباع د ۴۲ لارښود پر اساس چې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت جوړ کړی و، د سرحد نه بیرته شړلي دي.

دغه قانون د ګمرکاتو او سرحد د خوندیتوب ادارې مسؤلینو ته اجازه ورکوي چې هغه مهاجر د متحده ایالاتو نه وشړي چې د کرونا د وبا د خپریدو پر مهال متحده ایالاتو ته د اجازې پرته راغلي وي.

خو د جمهور رئیس جو بایډن حکومت دغه لارښود اصلاح کړی او له مخې یې بې سرپرسته ماشومان او یو ځینې کورنۍ کولی شي چې په متحده ایالاتو کې د پنا غوښتنې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

ټاکل شوې د جمهور رئیس مرستیاله د ټکساز ایالت د ال پاسو په ښار کې څه باندې ۱۴۹۰۰ ماشومان وګوري چې په یو نظامي کمپ کې ساتل کیږي.

څو مطبوعاتي ادارو ویلي چې پدې کمپ کې ماشومانو په "غیرې انساني او ناوړه" شرایطو کې ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG