د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر، جې ډي ونس، وایي چې جمهوري غوښتونکي به د ۲۰۲۶ کال د نومبر په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د استازو په جرګه او سنا کې له خپل اکثریت څخه دفاع وکړي.
جي ډي ونس دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د اریزونا په فینکس ښار کې د ټرننګ پواینټ یو ایس اې په کوربه توب د محافظه کارانو په یوې غونډې کې وکړې.
په سپټمبر کې د چارلي کرک له وژنې وروسته، دا د ټرننګ پواینت لمړۍ غونډه وه. چارلي کرک د ټرننګ پواینټ یو اس اې بنسټ ایښودونکی و. په غونډې کې جي ډي ونس زیاته کړه چې "لا هم ډېر مهم کارونه باید ترسره شي."
ونس وویل: "د دې حکومت نږدې یو کال کیږي، حتی یو کال هم نه دی پوره شوی، خو زه د ولسمشر او ټول حکومت په لاسته راوړنو ډېر ویاړم."
جي ډي ونس زیاته کړه: "یوازې په یوه کال کې، موږ د جو بایډن-کاملا هریس د سرحدونو کړکېچ پای ته ورساوه. په ډسمبر کې اووه میاشتې کیږي چې له سویلي سرحد څخه یوکس هم نه دی داخل شوی. له ۲.۵ میلیونو څخه ډېر غیرقانوني کډوال له متحدو ایالتونو څخه وتلي دي، دا په تېرو ۵۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې موږ منفي خالص مهاجرت لرو، او دا یوازې پیل دی."
هغه وویل: "معاشونه بلاخره د ودې په حال کې دي. انفلاسیون د هغه نیمایي دی چې د ډیموکراتانو تر واکمنۍ لاندې و. د تیلو بیې په کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي. او موږ بالاخره دا روښانه کړې چې په متحدو ایالتونو کې موږ په سخت کار او وړتیا باور لرو."
ونس ډاډ څرګند کړ چې جمهوري غوښتونکي به د راتلونکي کال په منځمهاله ټاکنو کې بریالي شي.
مرستیال ولسمشر، د چارلي کرک په اړه هم اوږدې خبرې وکړې او وې ویل: "زه پوهیږم چې ستاسو زموږ ګران ملګری چارلي کرک مو یادیږي – زما هم یادیږي. زما د هغه خوشبینی یادیږي. زه د هغه په انرژي پسې خپه یم. زه په هغو ټلیفوني اړیکو پسې خپه یم چې موږ به پکې ستراتیژي جوړوله... خو تر ټولو ډېر، زه د چارلي په حکمت پسې خپه یم."
"که تاسو په چارلي کرک پسې خپه یاست، نو ژمنه کوئ چې د هغه د موخو لپاره به مبارزه وکړئ؟ ژمنه کوئ چې هېواد به له هغو خلکو بېرته واخلئ چې د هغه ژوند یې واخیست؟ ژمنه کوئ چې د هغو سخت دریځو په ماتولو کې به مرسته وکړئ چې د هغه پر مړینه یې خوشحالي کړې وه؟ ژمنه کوئ چې د هغه د یاد د درناوي لپاره به په هغه خدای ایمان ولرئ چې هغه یې مینه وال و؟"
جي ډي ونس وویل: "زما ملګرو، د دې شیانو ژمنه وکړئ، او زه تاسو ته د بریا ژمنه کوم. زه تاسو ته د تړلو پولو او خوندي ټولنو ژمنه کوم. زه تاسو ته د ښو دندو او یو عالي ژوند ژمنه کوم. یوازې خدای تاسو ته په جنت کې د بځښنې ژمنه کولی شي، خو موږ ټول یوځای د ځمکې په تاریخ کې د تر ټولو لوی ملت د جوړولو ژمنه پوره کولی شو."
ونس خپله وینا په دې ټکو پای ته ورسوله: "کریسمس مو مبارک شه، زما ملګرو. راځئ چې مبارزې ته دوام ورکړو."
فورم \ دبحث خونه