د لاس رسي وړ اتصالات

د واګنر مشر په وسله وال بغاوت تورن شو


د واګنر مشر د روسیې په جګپوړو نظامي چارواکو تور لګولی چې ټولنې او جمهور رئیس ته یې درواغ ویلي.
د واګنر مشر د روسیې په جګپوړو نظامي چارواکو تور لګولی چې ټولنې او جمهور رئیس ته یې درواغ ویلي.

په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو اجیرو سرتیرو مشر یوګني پریګوژین جمعه جون ۲۳ (چنګاښ۲) په وسله وال بغاوت تورن شوی او پر ضد یې جنایي تحقیقات پيل شول.

ښاغلي پریګوژین ویلي چې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل کولو دلایل د جګپوړيو نظامي چارواکو د درواغو پر اساس جوړ شويدي.

فدرالي امنیتي خدماتو ادارې د واګنر ګروپ مشر په "وسله وال بغاوت" تورن کړی او د هغه پر ضد یې جنایي تحقیقات پیل کړي.

د روسیې د لوی څارنوالۍ له مخې که یو څوک پدې تور کې مجرم ثابت شي، تر شلو کالونو پورې بندي کیدی شي.

د دې شخصي ملیشو مشر ویلي چې په سیمه ایز وخت سهار وختي یې ځواکونه د اوکراین څخه روسیې ته اوښتي او د روسیې سرحدي ځواکونو یې په مقابل کې هیڅ ډول مقاومت ندی کړی.

هغه ویلي وسله وال یې چمتو دي چې د روسیې د پوځ پر ضد "تر وروستي حده ولاړ شي او که څوک یې مخه نیسي، تبا به یې کړي".

د واګنر ګروپ مشر په تازه پیغام کې ویلي چې ټول ۲۵ زره قوي ځواکونه یې مرګ ته چمتو دي. هغه ویلي، "مونږ ټول مرګ ته چمتو یو. ټول ۲۵ زره او بیا ۲۵ زره نور. مونږ د روسیې د ولس لپاره مرو".

ښاغلي پریګوژین په یوې ویډیو کې چې د په ټیلګرام کې خپره شوې ویلي چې د روسیې د دفاع وزارت کوښښ کوي ټولنه او جمهور رئیس ولادمیر پوتین تیر باسي او په درواغو یې یوه قصه جوړه کړې چې ګنې اوکراین د ټولې ناټو سره یو ځای په روسیې د یرغل کولو پلان درلود.

د واګنر مشر د روسیې د دفاع په وزیر سرګې شویګو تور لګولی چې په اوکراین یې ځکه یرغل وکړ چې دی پخپله مارشال شي، یا ورته د روسیې د اتل مډال ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، " جګړه د دې لپاره نه وه چې اوکراین غیر نازي یا غیر نظامي شي".

د اجیرو ځواکونو مشر د روسیې په اشرافو دا تور هم ولګاوه چې د اوکراین په ختیځې برخې کې یې شتمنۍ لوټ کړي.

نوموړي وړاندې وویل، "هلته دنده دا وه چې شتمني پخپلو منځو کې وویشي. د دنباس په سیمه کې پراخه غلا وشوه خو هغوي نوره هم غوښته".

د واګنر ډلې مشر همدرانګه د روسیې په ځواکونو تور لګولی چې د ده په ځواکونو یې برید کړی او د غچ اخیستو خبردار یې ورکړی.


یوګني پریګوژین چې ۶۲ کاله عمر لري او د اوکراین په جګړې کې یې مهم نقش ادا کړی ویلي چې د عدالت لپاره لاریون پیل کوي او د دفاع وزارت د جګپوړو مشرانو د استعفا غوښتنه یې کړې.

د واګنر ډلې مشر د خبرداري څخه وروسته په مسکو کې امنیتي تدابیر سخت شویدي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د یوې امنیتي سرچینې په حوالې په سیمه ایز وخت شنبه جون ۲۴ ویلي چې په ټولو مهمو حکومتي تاسیساتو کې کې د امنیتي ځواکونو او امکاناتو شمیر ډیر شوی.

په مطبوعاتو کې ښودل کیږي چې په ټول پایتخت او د دفاع وزارت په شاوخوا کې د مرمیو ضد موټر ځای پر ځای شوي.


په عین حال کې د روسیې د اسختباراتي ادارې (FSB) د وګنر ډلې مشر تورن کړی چې کورنۍ جکړې ته شرایط برابروي او د دې دلې د غړیو څخه د هغه د نیول کیدو غوښتنه کړې.د

سره لدې چې یوګني پریګوژین ادعا کړې چې د روسي ځواکونو د دفاع وزیر په امر په اوکراین کې د واګنر ملیشو په مرکزونو هوایي بمباري کړې او ۲ زره غړي یې وژلي دي خو روسي چارواکي دا ادعا بې بنسټه ده.

XS
SM
MD
LG