د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: د واګنر ګروپ مشر بیلاروس ته ځي؛ جنایي قضیه یې هم تړل کیږي


د روسیې له روستوف آن ډون ښار څخه د واګنر‌ ډلې وتل
د روسیې له روستوف آن ډون ښار څخه د واګنر‌ ډلې وتل

کرملین وایي په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدونکو ملیشو مشر یوګني پریګوژین د یوې موافقې له مخې ګاونډي هیواد بیلاروس ته ځي او د هغه پر ضد جنایي قضیه به هم وتړل شي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف شنبه جون ۲۴ (چنګاښ ۳) ویلي چې د دې ملیشو غړي به هم چې د مسکو پر ضد "وسله وال بغاوت" کې یې لاس درلود محکمې ته راکش نکړل شي.

ښاغلي پیسکوف په یوې اعلامیې کې د دې ملیشو پخوانیو کړنو ته په اشارې سره ویلي چې "مونږ تل په جبهې کې د هغوي د اتلولۍ درناوی کړی".

د کرملین ویاند ویلي چې د واګنر ګروپ مشر سره دا موافقه د بیلاروس د جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو په منځګړتوب شوې چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین یو سر سختی ملګری دی.

ښاغلي پیسکوف خبریالانو ته وویل چې د بیلاروس جمهور رئیس د پریګوژین سره څه باندې ۲۰ کاله پخوانۍ ملګرتیا لري او د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په خوښې یې په خبرو کې منځګړتوب کړی.

د حکومت ویاند همدارنګه وویل د واګنر هغه غړي چې پدې بغاوت کې یې لاس نه درلود کولی شي چې د دفاع وزارت سره یو ځای شي ځکه دا وزارت غواړي چې د همدې روان میلادي کال د جولای د میاشتې تر لومړۍ نیټې ټول رضاکار ځواکونه پخپل کنټرول کې واخلي.

سره لدې چې د روسیې جهور رئیس ولادمیر پوتین په لومړي سر کې ژمنه کړې وه چې ټولو هغو کسانو ته به سزا ورکوي چې پدې وسله وال بغاوت کې یې لاس درلود خو د کرملین ویاند وایي د واګنر ګروپ مشر سره د موافقې هدف د مقابلې او وینې تویدینې مخنیوی دی.

د کرملین ویاند پدې هکله د تبصرې کولو څخه ډډه وکړله چې آیا د واګنر ګروپ مشر ته د دې موافقې په بدل کې امیتیازات ورکړل شوي او که نه او آیا دا چې د دفاع وزیر او لوی درستیز لیرې کیدو لپاره یې غوښتنې منل شوي او که نه.

خو دومره یې وویل چې جمهور رئیس پوتین د ښاغلي پریګوژین د امنیت ضمانت ورکړی او د دفاع په وزارت کې هر ډول ادلون بدلون یې د هیواد د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندان (جمهور رئیس پوتین) واک وباله.

د واګنر ډلې مشر شنبې ناوخته ناڅاپه اعلان وکړ چې د وینو تویدلو څخه د مخنیوي لپاره یې د خپل امر لاندې ځواکونو ته امر کړی چې بیرته په شا شي.

د واګنر ډلې مشر همداشان ویلي چې د وضعیت اهمیت درک کوي او نه غواړي چې "د روسانو وینې توی کړي."

یوګیني پریګوژین وروسته له هغه چې د هیواد د پوځي مشرتابه د پرځولو لپاره د مسکو په لور د تګ ژمنه وکړه، ناڅاپه اعلان وکړ چې "موږ خپل ځواکونه بیرته پر شا کوو او بیرته ساحوي کمپونو ته ځو". هغه وویل چې هغه د دې شیبې په اهمیت پوهیږي او نه غواړي "د روسیانو وینې توی کړي."

د پریګوژین دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د رپوټونو له مخې د واګنر ډلې ځواکونه د ورونیژ ښار ته له ننوتلو وروسته د مسکو په لور په چټکۍ سره پرمختګ وکړ.

پریګوژین د خپلو ځواکونو د پر شا کیدو د امر په اړه وویل چې خپل ځواکونه بیرته کمپونو ته ستنوي.

د روسیې خاورې ته له ننوتو مخکې د واګنر ډلې ځواکونه د اوکراین په بخموت سیمه کې د کیف له ځواکونو سره په جګړه بوخت وو.

XS
SM
MD
LG