د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو جګړو قرباني: د کورنۍ قاتل مې وبخښه


ولید رشیدي د یو ډنمارکي ټولنیز بنسټ غړیتوب هم لري
ولید رشیدي د یو ډنمارکي ټولنیز بنسټ غړیتوب هم لري

نهه ویشت کلن احمد ولید رشیدي د نویېمې لسیزې په کورنیو جګړو کې خپل پلار او ورور له لاسه ورکړي او یوه پښه یې پرې شوې ده.

ولید له هغه وروسته ایران او بیا دنمارک ته کډه کړې. هغه اوس د شلو کلونو وروسته بیرته خپل هیواد افغانستان ته راستون شوی دی.

  • ولید وايي د خپلې کورنۍ وژونکی پیژنم خو ایا دی د غچ اخیستلو لپاره افغانستان ته راغلی؟

د دې رپوټ جوړولو په اوږدوکې دې ته متوجه شوم چې د ولید خبرې او کړنې هېڅ داسې یو کس ته ورته نه وې چې د غچ فکرونه یې پر سر وي.

ولید: کله چې زما پښه پرې شوې وه دومره وینه مې ضایع کړې وه چې داکټرانو ویل که وینه ورته ونه رسیږي ښايي ډېر ژر له منځ ولاړ شي.
ولید: کله چې زما پښه پرې شوې وه دومره وینه مې ضایع کړې وه چې داکټرانو ویل که وینه ورته ونه رسیږي ښايي ډېر ژر له منځ ولاړ شي.

هغه وویل: "هغه کس ته ورغلم چې راکټونو یې زما د کورنۍ غړي راڅخه واخیستل او زما پښه پکې پرې شوه. ما ورته وویل چې ما بخښلی یې."

ولید زیاته کړه: "دا وخت د غچ اخیستلو نه دی. که ما د خپلې کورنۍ قاتل بخښلی و یا نه وبخښلی، نه زما پښه جوړېده او نه مې د کورنۍ غړي ژوندي کېدل. موږ ټول په کافي اندازه ځپل شوي یو. د پرون کیسې باید پرېږدو د سبا غم وخورو، یو بل باید وبخښو تر څو وطن اباد شي."

ولید د ټپي کېدو کیسې په اوږدو هغه بدې شېبې یادې کړې چې دغه زغملې وې: "کله چې زما پښه پرې شوې وه دومره وینه مې ضایع کړې وه چې داکټرانو ویل که وینه ورته ونه رسیږي ښايي ډېر ژر له منځ ولاړ شي. ولید وايي بلاخره مې د کورنۍ د یو غړي په مرسته تر یوه حده وینه ترلاسه کړه او زما ژوند وژغورل شو."

د افغانستان حکومت او د طالبانو تر منځ سولې خبرې د قطر به دوحې کې روانې دي خو په ورستیو میاشتو کې یې خلک د پایلو په اړه اندېښمن دي.

ولید وايي زما کړنې یو شمېر معلولینو ته سرلارې شوي دي.
ولید وايي زما کړنې یو شمېر معلولینو ته سرلارې شوي دي.

د کورنیو جګړو دغه ځوان قرباني له داوړو خواوو غواړي چې یو بل وبخښي او روغه جوړه سره وکړي.

د نویېمې لسیزې کورنیو جګړو کې چې تنظیمونو د یوبل په اخ او ډب اخته و، د افغانستان ټول اړین بنسټونه لکه د وخت پرمختللې اردو، لویې لارې، د سوداګرۍ او توریزم صنعتونه او داسې نور بنسټونه له منځه ولاړل او پایله یې د عامو وګړو وژل کېدل او کډوال کېدل وو.

له هغه مخکې افغانستان د سیمې په کچه یو ټر ټولو منظمه او پر مختلېې اردو درلوده.

د کورنیو جګړو ورسته طالبان او له هغه وروسته په تېرو دوه لسیزو کې د ناټو او امریکا په مرسته نوی حکومت جوړ شو چې تر ننه یې دوام کړی.

  • ولید له شلو کلونو ګډوالۍ وروسته اوس له ځان سره وطن ته څه راوړي؟

که څه هم ولید معلول دی خو د اروپا په ډنمارک هېواد کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې.

هغه داسې یوه مصنوعي پښه د یو نړیوال بنسټ په مرستې کې ترلاسه کړې چې کولی شي د جوړ کس په شان پرې منډې ووهي.

ولید له دغه فرصت نه ښه ګټه اخیستلې. هغه د ځان جوړونې د کلپ روزونکی دی او کولی شي پر همدې یوې خپلې او بلې مصنوعي پښې هره ورځ تر لسو کیلو مټرو پورې د منډو مزل وکړي.

ولید رشیدي د یو ډنمارکي ټولنیز بنسټ غړیتوب هم لري چې په ورستیو څو میاشتو کې یې څانګه افغانستان ته راوړې ده.

د هغه په وینا دغه بسنټ ورزشي او تعلیمي خپرونې جوړوي او اړمنو کسانو ته یې په وړیا توګه وړاندې کوي.

ولید وايي زما کړنې یو شمېر معلولینو ته سرلارې شوي او هیله لرم چې افغان معلولین یوه ورځ د جوړو افغانانو په شان مساوي ژوند ولري.

XS
SM
MD
LG