د لاس رسي وړ اتصالات

پنځو ولایتونو کې نښتې؛ دفاع وزارت د ۹۰ طالبانو د وژلو ادعا کړې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په پنځو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو او نښتو په نتجیه کې لسګونو طالب جنګیالیو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۴ (وري څلورمه) امریکا غږ ته وویل چې د کندهار په ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې د افغان هوايي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ طالب جنګیالي ووژل شول او درې نور ټپیان شوي.

ښاغلي امان دغه راز وویل چې افغان ځواکونو د هرات په شینډنډ، د زابل په شاه‌جوی او میزان، د فاریاب په سبزپوش او قیصار او د بلخ ولایت په چهاربولک، دولت‌اباد او بلخ ولسوالیو کې ځمکني او هوايي عملیات کړي دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۷۱ طالب جنګیالي وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت د مرستیال ویاند په وینا په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو شمیر وسایط، مهمات او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

ښاغلي امان وویل: "په خواشینۍ سره طالبانو له امریکا سره د سولې په تړون کې د افغانستان له خلکو او نړیوالې ټولنې سره د کړو ژمنو په خلاف د تاوتریخوالي کچه لوړه ساتلې، لا هم د دغې ډلې له خوا د افغانستان د خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو په خلاف تروریستي بریدونه دوام لري".

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG