د لاس رسي وړ اتصالات

ولسوال: افغان امنیتي ځواکونه د غزني له مالستان ولسوالۍ وتلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

غزني کې د مالستان ولسوال وايي چې تېره شپه دغه ولسوالۍ کې د دوو مهمو پوستو د سقوط له امله یې ټولو ځواکونو جاغوري ولسوالۍ ته شاتګ کړی دی.

د مالستان ولسوال امیر محمد جاوید نن سې شنبه جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې دغه کار یې له دې امله کړی چې افغان ځواکونو ته د تلفاتو مخیوی وشي.

هغه وویل حکومت د ژمنو تر څنګ یادې ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو ته هوايي ملاتړ نه دی استولی.

ښاغلی جاوید وايي چې د تېرو درې ورځو نښو په پایله کې له سلو ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په عین حال کې لسو افغان سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه وکړی دی.

د مالستان ولسوال وايي که د هوايي ځواک ملاتړ وته برابر شي کولی شي له لاسه تللې سیمې بیرته له طالبانو ونیسي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو هم د مالستان ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

د غزني د ولایت د ولایتي شورا یوې غړې فاطمې رحیمي هم تېره ورځ ویلي و چې امنیتي ځواکونو د مالستان ولسوالۍ مرکز خوشې کړی دی.

اغلې رحیمي ویلي چې طالبانو د څو ورځو راهیسې د جاغوري ځینو سیمو باندې بریدونه پیل کړي دي.

د مالستان ولسوالۍ د سقوط سره اوس مهال یوازې د جاغوري او ناور ولسوالۍ د حکومت په واک کې پاې دي.

XS
SM
MD
LG