د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: په تازه نښتو کې ۲۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې ۲۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن شنبه جون ۲۶ (چنګاښ شپږمه) امریکا غږ ته وویل چې وسله والو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په کندهار، غزني، لوګر،فاریاب، بلخ، هلمند، کندز، بغلان، بدخشان او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه ولایتونو کې د وسله والو طالبانو زیات بریدونه دفعه شوي او افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس وسله والو طالبانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کندهار ولایت کې رسېدلې ده.

د افغانستان دفاع وزارت په دغو نښتو کې افغان سرتیرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسوالیو سقوط

د پروان والي فضل الدین عیار وايي چې د دغه ولایت د غوربند درې د شینوارو او سیاه ګرد ولسوالۍ تر پراخو بریدونو وروسته طالبانو نیولي دي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي چې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او هڅه کیږي چې دغه ولسوالۍ بیرته له طالبانو څخه ونیول شي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند د طالبانو لخوا د دغه ولسوالیو د نیول کېدو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په غوربند درې کې پر طالبانو هوايي بریدونه شوي دي.

د نوموړي په وینا طالبانو د سیاه ګرد ولسوالۍ له زیاتو سیمو څخه وتلي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند وویل چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې په بغلان او پکتیا ولایتونو کې نهه ولسوالۍ بیرته له طالبانو څخه نیولي دي.

طالبانو که څه هم هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو په کندهار کې د غورک ولسوالۍ د مرکز د نیولو خبر یې ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG