د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر برکي برک کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې


د لوګر پوليس وايي چې د دغه ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه اپرېل ۲۸ (غويي ۸) امريکاغږ ته وويل،‌ چې جګړه تېره شپه د يادې ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو د طالبانو د بريد په نتيجه کې رامنځته شوه.

سرچينې زياته کړه چې وسله وال طالبان يې په شا تمبولي او په نتيجه کې يې ۵ طالبان او ۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او دغه راز ۹ طالبان او ۷ د ملي سرتېري ټپيان شوي دي.

د لوګر امنيه قومانداني وايي چې په وژل شويو طالبانو کې د هغوی د سرې قطعې دوه سرګروپان، مولوي عبدالحميد او مولوي عبدالمجيب هم شامل دي.

په ورته وخت کې د لوګر يوې بلې امنيتي سرچينې امريکاغږ ته وويل چې په ياده جګړه کې د ملي اردو ۴ تنه سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي‌ ويلي، خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې جګړې څو ساعته دوام وکړ او دواړو غاړو پر يو او بل درنې او سپکې وسلې وکارولې.

د دې جګړې په نتيجه کې تر دا مهاله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG