د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: پکتیکا کې مو د القاعده او طالبانو لوړ پوړي قوماندانان وژلي 


ملي امنیت نه دي ویلي چې دا کسان یې کله وژلي او مړي یې چېري دي
ملي امنیت نه دي ویلي چې دا کسان یې کله وژلي او مړي یې چېري دي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي‌ چې په پکتیکا کې یې د القاعده او طالبانو دوه لوړ پوړي قوماندانان وژلي دي.

د ملي امنیت ریاست د سه شنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري۱۰) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د القاعده ډلې قوماندان دولت بیک تاجکي چې په ابو محمد علي تاجکي هم مشهور و، د هند په لویه وچه کې د القاعده ډلې مهم غړی و.

اعلامیه وايي چې د حضرت علي په نامه د طالبانو یو بل مهم قوماندان چې د وزیرستان و، هم وژل شوی دی.

ملي امنیت وایي‌ دغه دوه قوماندانان د طالبانو-القاعده د پیچلیو، خونړیو او لویو بریدونو تنظیموونکي وو.

د اعلامیې په اساس دغه دواړه کسان «د القاعده او طالبانو ترمنځ‌ ارتباطیان او د طالبانو د ترهګرې ډلې د تجهیز او مالي ملاتړ مسولین وو.»

افغان مقامات وايي دا دواړه د پکتیا په ګیان ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي. د عملیاتو دقیقه نېټه ښودل شوې نه ده او نه هم ویل شوي چې د دغو کسانو جسدونه او مړي چېرې دي.

ملي امنیت وایي‌ چې دوی پلان لره چې په غزني، لوګر او زابل ولایتونو کې طالب وسله والو ته پرمختللې وسلې انتقال کړي او هغوی وروزي.

وسله والو طالبانو لا د دغه خبر په اړه څه نه دي ‌ویلي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست داسې مهال د القاعده ډلې د یو قوماندان د وژلو خبره کوي، چې امریکایي چارواکي وايي طالبانو د دوحې د تړون ژمنې نه دي پوره کړي.

د ۲۰۲۰ د فبرورې په دغه تړون کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ وشو، یو شرط دا و چې وسله وال طالبان به له القاعده او نورو ترهګرو سره ډلو سره روابط پرې کوي.

XS
SM
MD
LG