د لاس رسي وړ اتصالات

 بلوچستان او شمالي وزيرستان په بريدونو کې ١٠ پوځیان وژل شوي


پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې
پاکستاني پوځیان په شمالي وزیرستان کې

د پاکستان پوځ ويلي د افغانستان سره په پوله په شمالي وزيرستان کې ترهگرو شپږ پاکستاني پوځیان وژلي دي او په یوه بله پیښه کې د بلوچستان په اواران سیمه کې څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د شمالي وزيرستان په ګربز سیمه کې د پولې د بلې غاړې نه ترهګرو بريد کړی او په ګزمه بوخت پوځيان يې په نخښه کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور په خپل ټویټر لیکلي دي چې ترهگر د سرحد د بلې غاړې نه راغلي دي.

پاکستان تقریبآ له دا ډول هر برید وروسته دا ادعا کړې چې ترهگریز بریدونه د افغانستان له خاورې نه پر پاکستان کیږي. خو افغانستان دغه ادعاوی رد کړي او ویلي چې طالبان او نورې ترهگرې ډلې په پاکستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظموي او په افغانستان کې یې عملي کوي.

خو د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني ادعا کړې چې د جنوبي وزيرستان د مکين تحصيل په سپين کمر سيمه کې يې په پوځ بريد کړی او اووه پوځي سرتيري يې وژلي دي. همداشان د حزب الاحرار ډلې وياند عزيز يوسفزي هم د وزیرستان د برید مسؤلیت اخیستی دی.

د بلوچستان په اوران سیمه کې د برید په اړه د پاکستان پوځ ويلي چې ترهګر په یو بريد کې څلور سرتيري وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د شمالي وزيرستان دغه سیمه چې برید په کې شوی د شمالي وزیرستان د مرکز ميران شاه نه ۷۰ کلومتره سویل لویديځ خواته د افغانستان سره په پوله پرته ده.

XS
SM
MD
LG