د لاس رسي وړ اتصالات

وزیرستان کې په گرځیدو بندیز خلک د 'مشکلاتو سره مخامخ' کړي


په شمالي وزیرستان کې پوځ د ٢٢ ورځو راهیسې گرځیدو بندیز لگولی دی چې لا تراوسه یې د ختمیدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د هغې نه وروسته چې په شمالي وزیرستان کې د پښتون تحفظ تحریک او د پوځ ترمنځ نښته وشوه او د تحریک ١٣ تنه پلویان پکې ووژل شول، حکومت په سیمې کې په گرځیدو بندیز لگولی دی.

په وزیرستان کې د خړ کمر نه واخله د شنه کوټ پورې په گرځیدو د پرله پسې دریو اونیو د بندیز له کبله خلک د سختو مشکلاتو سره مخ دي.

ځینې رپورټونه وایي چې د دغې سیمې اوسیدونکي د ژوند د اساسي ضروریاتو چې پکې اوبه او خواړه شامل دي، د کمبود سره مخ دي.

ځینې نا تائید شوي رپورټونه وایي چې په شنه خوړ کې په گرځیدو د دوامداره بندیز له کبله "په یو کور کې درې ماشومان مړه شویدي."

حکومتي چارواکي په دغه سیمې کې په گرځیدو بندیز او د هغې نه وروسته د رامنځته شوي ناورین په اړه هیڅ تبصره نه ده کړي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وایي چې د شمالي وزیرستان په ځینو سیمو کې ترهگر لا موجود دي، د هغوي ضد عملیات دوام لري او په گرځیدو بندیز لگول شویدی. هغه دا هم وویل چې د حالاتو سمولو لپاره هڅې روانې دي.

په شمالي وزیرستان کې د سیمې مشرانو یوه جرگه هم کړیده چې یې پکې د وزیرستان حالت سخت د اندیښنې وړ بللي او په راتگ راتگ باندې د بندیز د ختمیدو غوښتنه یې کړیده.

XS
SM
MD
LG