د لاس رسي وړ اتصالات

وزیري مشرانو خپلو اصلي مینو ته پر ستنیدلو ناغه ایښې


پکتیکا کې وزیرستاني کډوال وايي، تر هغې چې پاکستاني پوځیان له وزیرستان څخه بهر نشي، خپلو مینو ته نه ستنیږي.
پکتیکا کې وزیرستاني کډوال وايي، تر هغې چې پاکستاني پوځیان له وزیرستان څخه بهر نشي، خپلو مینو ته نه ستنیږي.

پکتيکا کې مېشتو وزيري کډوالو د خپل منځي پرېکړې له مخې وزيرستان ته په ستنېدونکو کډوالو ۵۰ لکله پاکستانۍ کلدارې ناغه تړلې او د کور سوځولو تعهد يې سره کړی دی.

دوی دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې په وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملياتو له ترسره کېدو وروسته له خوست ولايت څخه د محسودو له قبيلې پرته د نورو وزيري کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل شوې ده.

د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د لمنې په کمپ کې دغه پراته کډوال وايي، چې که پاکستاني پوځيان د وزيرستان له ټولو سيمو څخه بېرته خپلو پخوانيو امنيتي پوستو ته ستانه نه شي، تر هغه خپلو کورنو ته نه ځي.

وزيري کډوال ملک حميدګل امريکاغږ ته وويل، چې دغه پرېکړه يې د قومي جوړښت پراساس له دې کبله کړې ده، چې د پوځيانو په موجوديت سره په وزيرستان کې د دوی سر او مال نه شي خوندي کيدای.

هغه وويل "که هره کورنۍ دغه پرېکړه ونه مني او وزيرستان ته د تلو نيت وکړي، ۵۰ لکه پاکستانۍ کلدارې به ناغه ورکوي، کور به يې سوځول کېږي او قوم به ټولې اړيکې ورسره پرې کوي، پر دغه پرېکړه د محسودو او وزير دواړو قبيلو موافقه کړې ده."

شاوخوا لس ورځې مخکې له خوست نه وزيرستان ته د وزيري کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل شوې، چې تر اوسه شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ ستنې شوې دي، خو له پکتيکا څخه تراوسه يوه کورنۍ هم نه ده ستنه شوې.

د يادو کډوالو بل قومي مشر دعوت خان ملک امريکاغږ ته وويل، چې په وزيرستان کې پاکستاني چارواکو ته په جرګه ورغلي وو، خو تر اوسه يې د دوی د غوښتنې په اړه هيڅ ډول ځواب نه دی وکړی.

دواخان ملک زياته کړه "موږ ازاد قبائيل يو، موږ نه غواړو چې د پاکستان د حکومت تر نظارت لاندې ژوند وکړو. کورونه يې را ړنګ کړل، بې کور يې کړو، همدومره بې عزتي بس ده چې موږ ته يې راکړه."

تر دې څو ورځې مخکې په خوست کې د محسودو مېشتې قبيلې مشرانو هم له امريکاغږ سره په خبرو کې ويلي وو، ترهغه خپل وطن ته نه ځي، ترڅو چې پاکستاني پوځيان پر ټول وزيرستان خپله ولکه ماته نه کړي.

د برمل ولسوالۍ د لمنې په کمپ کې شاوخوا ۶ زره وزيري کډوال اوسېږي، چې زياتره يې کورنۍ د ژمي له ساړه او د ځينو اجتماعي ستونزو ترڅنګ له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د يادو کډوالو د پرېکړو په اړه کوم رسمي نظر نه دی څرګند کړی، خو افغان دولت ويلي، چې د نړيوالو اصولو پربنسټ له وزيري کډوالو سره خپلې مرستې جاري ساتي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG