د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: هېوادونه باید د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو سره د اقدام کولو پر مهال محتاط وي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ [اکټوبر ۳مه] د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې پر هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرو ډلو سره په خپل چلند کې له "احتیاطه" کاري واخلي.

د وزارت ویاند یو ځل بیا په ډاګه کړې چې طالبان په واشنګټن کې د "ځانګړې شوې نړیوالې ترهګرې ډلې" په توګه پېژندل کېږي.

د مسکو فارمټ غوندې ته د طالبانو د رابللو په اړه د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: "مونږ ټولو هېوادونو ته وایو چې د داسې اقداماتو په کولو کې چې کیدای شي د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ وکړي، له احتیاطه کار واخلي.

ټاکل شوې چې د مسکو د فارمټ اتمه مشورتي غونډه د دوشنبې په ورځ [اکټوبر ۵مه] د روسیې په کوربتوب پیل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې د غونډې برخه وال به د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو سربېره، د سیمې په کچه د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد د همکاريو په پیاوړي کولو خبرې وکړي.

مسکو وايي چې په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی برخه اخلي او په جلا توګه بیا د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف سره ګوري.

د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت د استازو سربېره، د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، روسیې، تاجیکستان او ازبیکستان ځانګړي استازي برخه واخلي. د بېلاروس او مصر پلاوي به د مېلمه په توګه برخه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG