د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: اجازه نه ورکوو چې لویدیځ زمونږ ګټې تر پښو لاندې کړي


روسیې د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۸ (سلواغې ۸) وویل چې غواړي د متحده ایالاتو په امنیتي وړاندیز غور وکړي او ټینګار یې وکړ چې دوی د اوکراین پر سر جګړه نه غواړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ددې هیواد یوې رادیویي خپرونې ته وویل: «که د روسیې پورې مربوط وي نو جګړه به ونه شي. خو مونږ به دا اجازه هم ورنکړو چې زمونږ ګټې تر پښو لاندې شي او له پامه وغورځول شي.»

روسیې د اوکراین سره په پوله په لسګونو زره سرتیري ځای پر ځای کړي او د متحده ایالاتو او ناټو تړون څخه یې غوښتي چې اوکراین په ناټو کې شامل نکړي او همداشان ناټو د ختیځې اروپا په لور له پراخیدو ډډه وکړي.

متحده ایالاتو او متحدینو یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړی چې که په اوکراین برید وکړي روسیه به د سختو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ شي.

ښاغلي لاوروف ویلي چې لویدیځ د روسیې ګټې له پامه غږرځوي، خو په وینا یې په هغه لیکلي ځواب کې چې امریکا او ناټو د روسیې د وړاندیزونو په غبرګون کې استولی لږ تر لږه «یو څه» شته.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې تمه لري په راتلونکو څو اونیو کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره بیا وګوري.

له بلې خوا د فرانسې ولسمشر امانیول مکرون نن د جمعې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تیلیفوني خبرې کړي دي.

ښاغلي پوتین خپل فرانسوي سیال مکرون ته ویلي چې لویدیځ د ناټو د پراخیدو او اوکراین په تړاو د مسکو امنیتي اندیښنې له پامه غورځولي دي.

متحده ایالاتو او ناټو د روانې اونۍ په پیل کې د مسکو هغې امنیتي غوښتنې ته لیکلی ځواب ووایه چې له لویدیځ څخه دا ژمنه غواړي چې اوکراین باید هیڅکله په ناټو کې شامل نشي کړای.

په مسکو کې د امریکا سفیر جان سیلوان د جمعې په ورځ وویل چې د اوکراین سره په پوله د لسګونو زرو روسي ځواکونو شتون یو «غیر غادي» اقدام دی.

XS
SM
MD
LG