د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي چې هغوی پوهېږي چې طالبانو محمود حبیبي تښتولی دی.
د طالبانو د استخباراتوعمومي ریاست محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه د هغه د موټر چلوونکي او د "اسیا مشورتي ګروپ" له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای ونیوه.
د حبیبي له نیول کېدو راهیسې تراوسه د هغه په هکله هیڅ خبر نشته او طالبانو هم د هغه د وضعیت یا د ساتلو د ځای په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړي.
وزارت د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي ، "موږ پوهېږو چې طالبانو څلور کاله مخکې محمود حبیبي وتښتوه او توقیف یې کړ. طالبان باید ښاغلی حبیبي او نور ټول توقیف شوي امریکايان سمدستي خوشي کړي او د خپلې یرغمل نیونې عمل پای ته ورسوي."
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ اریانا نیوز ته وویل چې د محمودشاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه لري او زیاته یې کړه چې "هغه له طالبانو سره نه شته".
په واشنګټن کې د افبيای (FBI) د سیمه ییز دفتر د تروریزم ضد برخې مسوول، مایکل برګوالد، د دوشنبې په ورځ وویي چې دا اداره د پخوا په شان ژمنه ده چې حبیبي خپلې کورنۍ او عزیزانو ته ستون کړي.
ښاغلي والد لیکلي چې د کورنیو په غړیو کې د حبیبي کمکۍ لور هم شامله ده چې د خپلې لومړۍ کلیزې لمانځلو راهیسې یې خپل پلار نه دی لیدلی.
اف بي ای د داسې معلوماتو لپاره تر پنځو ملیونو ډالرو پورې جایزه ټاکلې چې د حبیبي د ځای موندلو، ژغورلو او بیرته ستنولو لامل شي.
د بهرنیو چارو وزارت دې اعلان څخه وړاندې د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا ایف بي آی د حبیبي د ځای موندلو، ژغورلو او بیرته ستنولو د معلوماتو په بدل کې د پنځه میلیون ډالرو جایزه هم اعلان کړې.
د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت افغانستان د "ناعادلانه توقیف ملاتړی دولت" مشخص کړ او له طالبانو یې غوښتي چې امریکایي بندیان خوشې کړي.
هغه وخت د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، په یوې اعلامیې کې ویلي: "زه نن افغانستان د ناسم توقیف ملاتړی دولت اعلانوم. طالبان لاهم ترهګریز تاکتیکونه کاروي، د باج یا سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره خلک برمته کوي. دا کړکیچن تاکتیکونه باید ختم شي."
د راپورونو له مخې، حبیبي د ایمن الظواهري پر استوګنځي د متحدو ایالتونو د بې پیلوټه الوتکې له برید یوه اونۍ وروسته، د ۲۰۲۲ کال د اګست په لسمه نېټه د خپل کور مخې ته د طالبانو د استخباراتو ونیوه او تراوسه بې محاکمې د دې ډلې په زندان کې دی.
فورم \ دبحث خونه