د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا شهزاده ویلیام: مونږ نژادپالونکي نه یو


شهزاده ویلیام او شهزاده هري
شهزاده ویلیام او شهزاده هري

د بریتانیا شهزاده ویلیام د خپل کشر ورور د ماندینې میګن له مرکې څو ورځې وروسته د پنجشنبې په ورځ مارچ۱۱ (کب۲۱)وویل چې د بریتانیا شاهي کورنۍ توکم پالونکې نده.

د شهزاده هري میرمنې میګن د یکشنبې په ماښام مارچ ۷ (کب ۱۷) د سي بي اس تلویزون سره په یوې مرکې کې ویلي وو چې د شاهي کورنۍ یو غړي د بکهېنګم په ماڼۍ کې ددې له میړه سره د هغه د زوی د پوټکي د رنګ په هلکه اندیښنه ښودلې وه او ویلي و چې راتلونکي کې به ددغه ماشوم د پوټکي رنګ څه ډول وي.

میګن او مېړه یې هري په مرکه کې ونه ویل چې د دوی د زوی د پوټکي او رنګ په اړه چا دا څرګندونې کړې وې.‌

د اوپرا وینفري سره د۳۶کلن شهزاده هري او۳۹کلنې میګن مرکه د تیرې یکشنبې په شپه خپره شوه، دغې مرکې د بریتانیا شاهي نظام په۱۹۹۷کال کې د شهزادګۍ دیانا (د شهزاده ویلیام او شهزاده هري مور) د مړینې وروسته له ستر کړکیچ سره مخامخ کړې.

د لندن په ختیځ کې د یو ښوونځي څخه د لیدنې پر وخت شهزاده ویلیام وویل چې د مرکې د خپریدو راهیسې یې د خپل ورور هري سره خبرې ندي کړي: «ما د هغه سره تر اوسه خبرې ندي کړي خو دا کار به وکړم».

هغه د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا شاهي کورنۍ نژادپالونکې ده، وویل: «مونږ په مطلقه توګه یوه نژادپالونکې کورنۍ نه یو.»

د سه شنبې په ورځ د «بکېنګهم ماڼۍ» د ملکې الیزابت له خوا یوه اعلامیه خپره کړه او په کې یې ویلي دي چې کورنۍ پدې متاثره شوې چې په تیرو څو کلونو کې دغه جوړه (هري او میګن) د څومره ننګونو سره مخامخ شوې.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نژاد پالنې موضوع د اندیښنې وړ ده او په وړاندې به یې جدي چلند وشي، خو په کنایه توګه ویل شوي چې «ځنې اصلاحات ښایي اړین وي».

شاهي ماڼي دا هم ویلي چې دا یوه کورنۍ مسله ده چې باید په خصوصي توګه حل شي.

میګن په دې دوه ساعته مرکه کې همداشان ادعا کړې وه چې یو کلن زوی ارچي ته ځکه د برتانیا د شهزاده لقب او ویاړ ورنکړل شو چې د «هغه تر زېږېدو مخکې په شاهي کورنۍ کې دا بحثونه کېدل چې دا ماشوم به څومره تور وي.»

د شهزاده هري د ماندینې میګن مور افریقايي-امریکايۍ او پلار یې سپین پوستی امریکايي دی.

تر دې دمه دغه مرکه۱۲.۴میلیون کسانو په بریتانیا کې او۱۷.۱میلیون کسانو د امریکا په متحده ایالاتو کې کتلې ده.

XS
SM
MD
LG