د لاس رسي وړ اتصالات

انتوني بلینکن: د پرواز په تسهیل کې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۹ ( وږې اتلسمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا تائید کړې ده چې نن سهار د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د قطر د هوایي شرکت یوې چارتر شوې الوتکې پرواز کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې اعلامیه کې ویلي دي‌ چې امریکا به له افغانستان څخه د پاتې امریکایي‌ اتباعو او نورو کسانو په تړاو چې غواړي له هغه هیواد څخه ووځي، خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي بلینکن د نن ورځې د پرواز په برابریدو کې د طالبانو د اقداماتو هرکلی کړی، نوموړي ویلي دا د طالبانو د هغې ژمنې یوه برخه ده چې ویلي دي هغو کسانو ته به اجازه ورکړي چې د سفر قانوني اسناد لري او غواړي له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي څرګنده کړې، په دوحه کې د امریکا ټیم او خاص استازی زلمي خلیلزاد په تیرو ورځو کې له طالبانو سره په منظم ډول په ارتباط کې دی او دې ته ورته اقدامات به د نړیوالې ټولنې له خوا مثبت ارزیابي شي.

ښاغلي بلینکن څرګنده کړې چې په دې پرواز کې امریکایي اتباع او د دایمي استوګنې درلودونکي کسان هم شامل وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د یوه ټویټ په کولو سره ویلي دي‌ په دې پرواز کې چې د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه ترسره شو د ۳۹ ایستل شویو کسانو په منځ کې ۱۰ امریکایي اتباع او ۱۱ د دایمي استوګنې د کارټونو درلودونکي دي.

په دې پرواز کې د امریکایي اتباعو په ګډون په مجموع کې شاوخوا ۲۰۰ بهرنیان وو چې د قطر د هوایي شرکت په یوه تجارتي پرواز کې وایستل شول.

ښاغلي بلینکن په دې اعلامیه کې ویلي دي، دا کسان له سمیه ایزو شریکانو، په خاص ډول د قطر له چارواکو سره د نږدې کار په نتیجه کې ایستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، روانه اوونۍ یې دوحې ته د خپل سفر په ترځ کې د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په ملاقات کې په دې مسله ټینګار وکړ او په دې مسله کې د یاد وزارت د تعهد او مفید تعامل څخه خوښ دی.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې هغوی هره ورځ په منظم شکل په افغانستان کې له پاتې امریکایانو سره تماس نیولی دی، او هغوی ته یې مشخصې لارښونې کړي دي.

ښاغلي بلینکن وویل، په افغانستان کې یې پاتې کسانو ته پیغام روښانه دی" که تاسې غواړی له افغانستان څخه ووځئ ، موږ به په دې کار کې مرسته درسره وکړو."

امریکا وایي د اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه د طالبانو لاس ته د کابل له لویدو څخه بیا د اګست تر ۳۱ پورې یې څه باندې یوسلو در ویشت زره کسان ایستلي دي.

د امریکایي مقاماتو په وینا، تر اوسه هم د ۱۰۰ په شاوخوا کې امریکایي اتباع په هغه هیواد کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG