د لاس رسي وړ اتصالات

مکسیکو کې د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم ته د ښه راغلاست مراسم


د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسیلو ایبراد د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم غړیو ته ښه راغلاست ووایه.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسیلو ایبراد د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم غړیو ته ښه راغلاست ووایه.

د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم څلورو غړو ته د مکسیکو په پاتخت کې د هرکلي ویلو لپاره د بایسکل ځغلولو ځانګړي مراسم ترتیب شوي و.

دغو نجونو د مکسیکو د لس ګونو نجونو او میرمنو سره په ګډه په ښار کې بایسکل وځغلاوه او د انقلاب تر څلي ولاړې. دې ځانګړو مراسمو ته د "مکسیکو تاسو په غیږ کې نیسي"نوم ورکړل شوی و.
د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم یوې غړې چې نوم یې د امنیتي دلایلو په خاطر په راپور کې ندی اخیستل شوی، د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې د مکسیکو د حکومت نه ددې مراسمو د جوړولو په خاطر مننه وکړله.

د مکسیکو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې مارتا دیلګادو د بشري دلایلو په خاطر د افغانستان د روباټیک ټیم دغو غړیو ته پنا ورکړې. میرمن دیلګادو هم د یکشنبې د ورځې د بایسکل ځغلولو په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

وروسته تر هغه چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، لس ګونه زره افغانان چې خپل ژوند یې په خطر کې لیده، د افغانستان نه ووتل. ویل کیږي چې څه باندې ۳۹۱ افغانان چې اکثریت یې هغوي دي چې د بهرنیو ځواکونو سره یې د ژباړونکو په توګه کار کړی و ، د خپلو کورنیو سره یو ځای مکسیکو ته تللي دي.

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم وروسته تر هغه نړیوال شهرت پیدا کړ چېپه ۲۰۱۷ کال کې یې د نړۍ د روباټیک په نړیوالو سیالیو کې ځانګړې جایزه وګټله.

دې ډلې اوس د موټرو د زړو پرزو د مصنوعي ساه اخیستنې یو ډول آله جوړه کړې.


XS
SM
MD
LG