د لاس رسي وړ اتصالات

ټامس ویسټ: د افغان مېرمنو د حقوقو د تامین لپاره ډېر څه ته اړتیا ده


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس وسټ
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس وسټ

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ د ښځو د نکاح د حقوقو په اړه د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د فرمان هر کلی کړی دی.

خو نوموړي زیاته کړې چې د نکاح د حق اړوند د افغان ټولنې په هره برخه کې، د ښځو د کار، تعلیم، سیاست او رسنیو کې د حضور د حق په اړه ډير څه ته اړتیا ده.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د نن ورځې له فرمان څخه چې د یوې ښځې دا حق چې کله او له چا سره نکاح کوي پیاوړی کوي ملاتړ کوم. په ورته وخت کې د افغان ټولنې په هره برخه کې لکه، ښوونځي، د کار ځای، سیاست او رسنیو کې د ښځو د حقوقو د تامین لپاره لا ډير څه ته اړتیا ده."

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده تیره ورځ د ښځو د حقوقو په اړه تازه ځانګړي فرمان کې ویلي چې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت ضرور او په خبره یې هیڅ څوک ښځې په زور سره په نکاح کولو نشي مجبورولای.

د طالبانو د مشر په یاد فرمان کې همدارنګه راغلي چې ښځه ازاد انسان دی او هیڅ څوک یې په بدل «بدو» کې نشي ورکولای.

په یاد فرمان کې راغلي چې ښځه د مېړه تر وفات وروسته تر څلور میاشتني «عدت» تیرولو وروسته د خپل اختیار څښتنه ده او په خبره یې «لېور» او بل کوم څوک یې په زور سره نشي په نکاح کولای.

په افغانستان کې په بدو کې د ښځو ورکول یوه جدي ستونزه ده چې پخوا یې هم په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

په کم عمر کې د نجونو ودول او په زور ښځې نکاح ته مجبورول هم جدي ستونزې دي چې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو مدافعینو او ټولنیزو فعالینو د لسیزو راهیسې په وار وار ددغه ناوړه رواج د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په فرمان کې راغلي: "د مېړه له وفات وروسته شرعي عدت ( چې لور میاشتې او لس شپې یا وضع د حمل" تیر شي، کونډه ښځه نه لېور ځانته په زور په نکاح کولای شي او نه بل څوک،کونډه د نکاح کولو او خپل راتلوونکي سرنوشت په هکله د خپل اختیار څښتنه ده،(خو چې د کفو(سیال)اصل او د فتنې او فساد مخنیوی په نظر کې نیول شوی وي."

دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو څخه څه دپاسه د درې میاشتو له تیریدو وروسته لا هم د نجونو پرمخ د متوسطه او لیسو ښوونځیو دروازې تړلې دي او زیات شمیر افغانانې چې دمخه په کار بوختې وې، اوس په کورونو تاستې دي.

په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې یو شمېر افغان مېرمنو په وار وار له طالبانو څخه غوښتي چې هغوی ته د کار او تعلیم حق ورکړي.

ښځو ته د کار او تعلیم د حق ورکول د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو حکومت د په رسمیت پيژندلو له اساسي شرطونو څخه دی.

د دغه فرمان په نورو برخو کې راغلي چې ښځه له نوي مېړه څخه د مهر اخیستلو حق لري او هم د وفات شوي مېړه اولاد، پلار او نورو دوستانو په په مالانو کې د میراث حق او ثابت سهم لري.

په فرمان کې ویل شوي هغه څوک چې متعدد ودونه لري مکلف دي چې ټولو ښځو ته د شرعي حکم سره سم حقوق ورکړي او ترمنځ یې عدل وکړي.

د طالبانو مشر هبت الله خندازده د حج او اوقافو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، سترې محکمې او د ټولو ولایتونو والیانو ته هدایت کړی چې خلکو ته د ښځو د حوقوقو د تامین په برخه کې جدي هڅې وکړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکو تر دې مخکې ویلي چې د مېرمنو د کار او تعلیم حق ته ژمن دي او پر داسې یوې طرحې کار کوي چې په عملي کېدو سره به یې نجونو او ښځو ته د خوندي چاپېریال په رامنځته کېدو سره د کار او تعلیم زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG