د لاس رسي وړ اتصالات

د لویدیځې افریقا ګډ ځواک: تر سلو ډیر یاغیان مو په تیرو څو اوونیو کې وژلي


د نایجریا، نایجر او کیمرون ځواکونه وایي پدې تیرو څو اوونیو کې یې د چاد جهیل په سیمه کې د سخت دریځو اسلامي ډلو په خلاف ځمکني او هوایي تعرضي عملیات شدید کړي او د ۱۰ قوماندانانو په ګډون یې تر ۱۰۰ ډیر وسله وال وژلي دي.

د بوکو حرام جګړه ماران او د اسلامي دولت یا داعش څخه بیله شوې - د لویدیځې افریقا په ولایت کې اسلامي دولت ډلې د لسو کالونو څخه ډیر وخت کیږي چې د نایجریا د پوځ سره په جګړو اخته دي او د دې جګړو لمن ګاونډیو هیوادونو ته هم غځیدلې.

د ګڼو ملتونو د ګډ ځواک ویاند ډګروال محمد دولي ویلي چې سرتیري د چاد جهیل په سیمه کې دننه هغو سیمو ته ورغلي چې د یاغیانو په لاس کې دي او د عملیاتو پر وخت یې وسلې، خوراکي مواد او غیرې قانوني مخدره مواد هم کشف او نیولي دي.

ډګروال دولي ویلي چې د چاد جهیل په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ګډو ځواکونو هوایي بمباري کړي. هغه وویل چې پدې عملیاتو کې تر سلو پورته "ترهګر وژل شوي چې ۱۰ یې جګپوړي قوماندانان و".

د ائتلافي ځواکونو ویاند دا نه ویل چې عملیات د څو ورخو لپاره و او دا چې څومره ائتلافي سرتیري پکې وژل شوي خو یوازې د ۱۸ سرتیرو ټپي کیدل یې تائید کړل چې د یاغیانو لخوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په چاودنو کې ژوبل شوي و.

سخت دریځه اسلامي ډلي د نایجریا په شمالي برخو کې متمرکزې دي. د دې یاغیانو د بغاوت له کبله زرګونه کسان وژل شوي او په میلونونو دیته اړ شوې چې خپلې مېنې پریږدي او د بې ځایه شویو خلکو په کمپونو کې ژوند وکړي.

خو د وسله والو ډلو په خلاف جګړې کې د نایجریا وړتیا وروسته تر هغه لوړه شوه چې متحده ایالاتو تیره اوونۍ پدې هیواد د نږدې ۱ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورل ومنل شول.

د امریکا د کانګریس غړیو دا تړون ځنډولی و ځکه هغوي ویره درلوده چې ښایي د نایجریا حکومت د دې وسلو په استعمالولو سره د بشري حقونو څخه سرغړاونې وکړي.

XS
SM
MD
LG