د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ انډیز د شل اورونو لوبو لومړۍ سیالۍ هم وګټله


نن د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۴) د هند د لکهنو په ښار کې د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان راشد خان د پچې له ګټلو وروسته ویسټ انډیز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ویسټ انډیز لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۴ منډې وکړې چې په جواب کې یې د افغانستان لوبډلې یواځې ۱۳۴ منډې وکړی شوې.

د ویسټ انډیز له لوبغاړو څخه لیوس په ۴۱ توپونو باندې ۶۸ منډې وکړې. د هغه په منډو کې ۶ شپږیزې او ۴ څلوریزې شاملې وې.

د افغانستان په لوبډلې کې ګلبدین نایب دوه او مجیب الرحمن، راشد خان او نوین الحق په خپل وار یو یو لوبغاړی وسوځوه.

کله چې د افغانستان لوبډله میدان د توپ وهنې لپاره ښکته شوله نو خپل دوه لوبغاړي یې یواځې په ۷ نمرو له لاسه ورکړل.

افغانستان لپاره نجیب الله ځدران ۲۷، اصغر افغان ۲۵ او فرید احمد ۲۴ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لخوا ویلیمز درې کسان، والش او پولارډ دوه کسان او کوټریل او هولډر یو یو کس وسوځوه.

راشد خان له لوبې وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې "مونږ د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د لوبډلې په څرنګوالي کار کوو او ځکه مو ځینې نویو لوبغاړو ته چانس ورکړ. هیله ده چې د اسیا جام او ۲۰ اورونو نړیوال جام لپاره به یوه ښه لوبډله رامنځ ته کړو."

تر دې وړاندې ویسټ انډیز له افغانستان څخه د ۵۰ اورونو درې لوبې هم سر په سر ګټلې وې.

XS
SM
MD
LG