د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې وروستي بریدونه نه توجیه کېدونکي دي، باید بین الافغاني خبرې وشي - ویسټ


تامس ویسټ، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی
تامس ویسټ، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې نه توجیه کېدونکي بللي او د بین الافغاني خبرو د پیلېدو پر ارزښت یې ټينګار کړی دی.

ښاغلی ویسټ چې د افغانستان په تړاو د خبرو دپاره هند ته تللی، وویل: "متحده ایالات په کابل او مزارشریف کې ترهګريز بریدونه چې بزدلانه و، او د بې ګناه افغانانو ژوند یې اخیستی، غندي. موږ د پېښو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږې څرګندوو، دغه ډول تاوتریخوالی هیڅ توجیه نلري."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په نوي ډهلي کې د افغانستان په اړه د هند او مرکزي اسیا د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په کچه جوړه شوې غونډه کې له ګډون وروسته، د بین الافغاني ډيالوګ د پېلېدو د ارزښت په اړه خبرې کړي دي.

ویسټ په دې اړه په ټویټر کې لیکلي: "همدارنګه مهمه وه، چې د ډاکټر عبدالله سره مې د افغانانو ترمېنځ د سیاسي ډيالوګ په اړه خبرې وشوې. د دې موضوع په اړه په نړیواله ټولنه کې ګډ نظر موجود دی. افغانان باید دغه ډول خبرې رامېنځته کړي او مشرې یې وکړي."

بلخوا د طالبانو دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد متحدو عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترځ کې د سه شنبې په ورځ ډسمبر شپږمه له توماس ویسټ سره کتلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان په اړه خبري کړي او "د طالبانو دفاع وزیر د امریکا خاص استازي ته ډاډ ورکړی چې افغانستان امن دی، ټولې فرضي او سرحدي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه به د سیمې او نړۍ هیڅ هیواد ته تهدید متوجه نشي."

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وايي، نن سهار په مزار شریف کې د حیرتان بندر د نفتي موادو د کار کوونکو پر موټر په یوې چاودنې کې اووه کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

په مزار شریف کې د چاودنې عیني شاهدان وايي چې چاودنه دومره زوروره وه، چې د ورڅېرمه سیمې د ودانیو ښیښې یې ماتې کړې. د داعش خراسان څانګې د دغه بريد مسوولیت پر غاړه اخیستی.

نږدې دوه میاشتې وړاندې د کابل په لویدیځ کې د کاج په تعلیمي مرکز باندې د برید مسولیت هم داعش منلی وو چې پکې لږترلږه شل کسان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.

بل خوا د ننګرهار امنیتي مسولینو ویلي، ددغه ولایت مرکز جلال آباد ښار د تلاشۍ څلور لارې په صرافۍ مارکېټ کې د سه شنبې ماسپښین چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ژوبل کړي دي.

د هند اندېښنې

هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې. د هند د ملي امنیت سلاکار، اجی دووال، په افغانستان کې د ترهګرو شبکو د فعالیت دوام د اندېښنې وړ بللی دی.

ښاغلي دووال وویل: "د تروریزم مالي ملاتړ او د تروریزم پر وړاندې ګډه مبارزه باید زموږ د ټولو ګډ هدف وي. موږ همدا ډول د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غواړو چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپله ونډه او مسوولیت ادا کړي او په دې اړه شته کنوانسیونونه مراعت کړي او د ټولو هغو ډلو او افرادو له تمویله لاس واخلي چې په ترهګرۍ کې ښکېل دي"

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکی او ددغه هېواد د چارو څېړونکی حلیم فدايي وايي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه د افغانستان د خلکو تر څنګ نړیواله ټولنه هم اندېښنه لري.

ښاغلي فدايي وویل: "د امنیت د ښه کولو او دغو اندېښنو د رفع کولو دپاره بین الافغاني خبرو ته اړتیا ده."

په ورته وخت کې طالبانو دا خبرې چې افغانستان دې نورو هیوادونو ته ګواښ وي، رد کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټينګار کړی، چې افغانستان پر خپله هغه خبره چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد نه کارول کېږي، ټينګار کړی.

XS
SM
MD
LG