د لاس رسي وړ اتصالات

لویدیځو هیوادونو اوکراین ته د پرمختللو توغندیو ورکولو ژمنه وکړه


وروسته تر هغه چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د روسي ځواکونو څخه د هیواد په ختیځه برخه کې د باخموت ښار د بیرته نیولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه، لویدیځو هیوادونو جمعه فبروري ۳ (سلواغې۱۳) د کیف سره د پرمختللو توغندیو او د توغندیو د سیستمونو د ورکړې ژمنه وکړله.

د اوکراین جمهور رئیس په کیف کې د اروپایي هیوادونو مشرانو سره په غونډې کې وویل، "هیڅوک باخموت نه تسلیموي. مونږ به تر هغې وجنګیږو تر څو چې کولی شو".


ښاغلي زیلینسکي وویل که د دې پرمختللو وسلو لیږد چټک شي نه یوازې دا چې د باخموت څخه به اوکرایني ځواکونه په شا نشي بلکې د دنباس سیمه به هم بیرته د روسي ځواکونو څخه ونیسي.

متحده ایالاتو جمعه فبروري ۳ د اوکراین سره د ۲.۲ ملیارد ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ چې د دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي داسې لانچرونه هم پکې شته چې بمونه او توغندي په دقیقه توګه واوري او خپل هدف ولي.

پنټګان ویلي چې دا سیستمونه به د روسي ځواکونو په نښه کولو لپاره د اوکرایني ځواکونو د برید کولو کچه دوه برابره کړي.


د (GLSDB) په نامه دا واړه بمونه چې د ځمکې څخه واریږي تر ۱۵۰ کیلو مټرو پورې هوا ته پورته کیږي او د جنګي کرښې لیرې هم کولی شي چې د روسي ځواکونو اکمالاتي لارې، د وسلو ډیپوګان او هوایي اډې په نښه کړي.


دغه توغندي اوکرایني ځواکونو ته په راتلونکې کې دا توان ورکولی شي چې آن د دنباس، زاپوریژیا او خیرسون قبضه شویو سیمو او همدارنګه د کرایمیا ځینو برخو کې روسي اهداف وولي.


خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي ښایي څو میاشتې وخت ونیسي چې دا توغندي کیف ته ورکړل شي ځکه چې په تولید، قرارداد او استولو یې ډیر وخت لګول کیږي.

پنټاګان دا ندي ویلي چې اوکراین ته به څومره دا ډول توغندي او لانچرونه ورکړي.

په عین حال کې فرانسې او ایټالیا ویلي چې اوکراین ته به د ځمکې څخه هوا ته د واریدونکو توغنیدو خوځنده یا موبایل سیستمونه ورکړي.

د فرانسې د دفاع وزارت ویلي چې د روسي بریدونو څخه د اوکراین د ولس او ملکي زیربناوو د خوندیتوب لپاره به دا سیستمونه کیف ته ورکړي.

XS
SM
MD
LG