د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي: نژدې ۲۳ میلیون افغانان به له سختې لوږې سره مخامخ شي


په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې خوړو ته د اړو خلکو په شمیر کې ډیر زیاتوالی راغلی دی
په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې خوړو ته د اړو خلکو په شمیر کې ډیر زیاتوالی راغلی دی

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام "ډبلیو اف پي" د افغانستان د اقتصاد د ممکنه پاشل کیدو خبرداری ورکړی او ویلي دي چې تر بلې میاشتې به د دغه هیواد نیمايي نفوس د خوړو د کموالي له ګواښ سره مخامخ شي.

ډبلیو اف پي د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ ( لړم درییم) په یو خپور شوي راپور کې ویلي، چې د راتلونکي نوامبر له میاشتې به ۲۲.۸ میلیونه کسان په افغانستان کې د سختې لوږې سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیوي رئیس ډیويد بیسلي په دې راپور کې ویلي " اوس مهال افغانستان یو بد بشري بحران کې راګیر دی او په دغه هیواد کې د خوړو خوندیتوب له منځه تللو په حال کې دی. سږکال ژمي کې به میلیونونه افغانان دې ته اړ شي چې د کډوالۍ او لوږې ترمنځ یو یې غوره کړي".

ښاغلي بیسلي په افغانستان کې د بشري ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي دي، چې د ناروین د مخنیوي لپاره دې دغه هیواد سره بشري مرستې وشي. همداشان د ډبلیو اف پي دغه چارواکي ویلي چې افغانستان کې وضعیت د خرابیدو په لور روان دی چې د لوږې له امله د زرګونو ماشومانو د مړینې امکان هم شته دی.

دمخه ملګروملتونو د روان میلادي کال ترپایه په خوارځواکۍ له پنځه کلنو څخه د ښکته عمر یو میلیون ماشومانو د اخته کیدو خبر ورکړی و . د ملګروملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۳.۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ څخه کړیږي.

د ډبلیو اف پي د اټکل له مخې افغانستان کې خوړو ته د اړو خلکو سره د مرستې لپاره دا اداره ۲۲۰ میلیونو امریکايي ډالرو ته هره میاشت اړتیا لري، ترڅو شاوخوا ۲۳ میلیونو اړو کسانو ته په راروان ژمي کې خوراکي مرستې برابرې کړي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د کرونا ویروس وبا، وچکالي او اقتصادي بحران د افغانانو د لوږې له عمده عواملو څخه ګڼي.

ملګروملتونو انکشافي ادارې "یو این ډي پي" ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره یې یو اقتصادي پلان ترتیب کړی، چې په دریو کتګوریو کې به افغانانو سره مخامخ مرستې وشي. دې ادارې ویلي دا مرستې به طالبانو حکومت ته د ورکولو پر ځای مخامخ خلکو ته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG