د لاس رسي وړ اتصالات

د زیاتې او دوامداره ستړیا لامل څه دی او څنګه حل کېدای شي؟


د ځینو ورځني عادتونو او ناروغیو په ګډون، بیلابیل لاملونه کولای شي سخته بدني‌ ستړیا رامنځته کړي.
د ځینو ورځني عادتونو او ناروغیو په ګډون، بیلابیل لاملونه کولای شي سخته بدني‌ ستړیا رامنځته کړي.

یو شمېر کسان په خپل ورځني ژوندانه کې په پرله پسې توګه له زیاتې ستړیا او ستومانۍ څخه سر ټکوي. د ستړیا احساس حیرانونکی ندی، خو په زیاته کچه د ستړیا احساس‌ ددې سبب کیږي چې ځینې کسان په سمه او منظمه توګه خپل ورځني‌چارې ترسره نه کړای شي.‌

د ځینو ورځني عادتونو او ناروغیو په ګډون، بیلابیل لاملونه کولای شي سخته بدني‌ ستړیا رامنځته کړي.

بې خوبي، لږ خوب او یا بې کیفیته خوب د انسان پر روغتیا منفي اغیزه لري، چې یوه منفي اغیزه یې ستړیا ده. د طبي څېړنو له مخې، هر انسان باید د شپې لږترلږه اووه ساعته خوب وکړي. همدارنګه د خوب په بهیر کې نه یواځې په بدن کې مهم هورمونونه ترشح کیږي، بلکې د بدن حجرې هم ترمیم کیږي. له همدې امله د شپې له ښه او با کیفیته خوب وروسته انسان د تازه ګۍ او ځواکمنۍ احساس کوي.

همدارنګه په بدن کې د ویټامینونو او منرالونو لکه اوسپنه، ویټامین بي، ویټامین ډي، ویټامین سي او د مګنیزیم کمبود هم د ستړیا لامل کیږي.

کېدای شي د مزمنې ستړیا یو لامل د ویټامین د کمښت له امله وي وي، نو باید معلومه شي چې کوم خوراکي عنصر د دې حالت لامل شوې دی. د خوراکي عناصرو د کمښت له امله رامنځته کیدونکی ستړیا د خوراکي رژیم په بهبود او د پورتیني عناصرو په اضافه کولو سره له منځه ځي.

په دوامداره توګه د روحي او عصبي فشار له امله هم ستړیا رامنځته کېدای شي. دوامداره روحي فشار ښايي د ماغزو د جوړښت اوفعالیت بدلون رامنځته کړي چې په پایله کې د ستړیا لامل کیږي. په دې برخه کې د رواني روغتیا د څانګې متخصصین کولی شي ګټورې سلا مشورې ورکړي او له هغه کس سره چې په پرله پسې توګه له روحي فشار څخه کړیږي، د یو لړ میتودونو په کارولو سره له هغه سره ددغه راز فشار په کمولو کې مرسته وکړي.

همدارنګه د ځینو ناروغیو په بهیر کې، ناروغ سخته ستړیا تجربه کوي، خو د ورپيښې ناروغۍ په درملنه سره د سختې ستړیا احساس هم له منځه ځي. د خوب پر مهال د ساه بندیدل،‌ د تايرايډ غدې د فعاليت کموالی، سرطان، فلج، د روحي اختلالات، د پښتورګو (بډوډو) ناروغي، خپګان او د شکر ناروغي هغه روغتيايي ستونزې دي چې له ځان سره سخته ستړیا راولي.

له مهمو غذايي عناصرو څخه خالي او کمزوری خوراکي رژیم چې بدن ته اړین مواد برابر نکړای شي،‌ هم ستړیا رامنځته کولای شي.‌ د بیلګې په توګه، که چیرې خواړه په کافي اندازه انرژي او همدارنګه د پروټین، خواږه، غوړ، ویټامینونه او منرالونه په ګډون د خوراکي عناصرو مناسب مقدار ونلري، د بدن د عضلاتي کتلې د وچیدو او په پایله کې به ستړیا رامنځته کړي.

مخکې له مخکې چمتو شوي او بسته بندي شوي خواړو (کنسروا) کې په زیاتې اندازې د خوږو‌ شتون او ګډوډ خوب هم مزمنه ستړیا رامنځته کولای شي. ددغو پورتینو خوړو پر ځای د تازه میوو، سابو او حبوباتو خوړل نه یواځې د بدن انرژي زیاتوي، بلکې د خوب کیفیت ښه کوي او په پایله کې ستړیا له منځه وړي.‌

چای، قهوه او انرژي زیږونکي توکي (څښاک) که څه هم په سمدستي توګه انسان ته انرژي او بدني طاقت ورکوي، خو د دغو توکو ډېر استعمال او پکې د کافین د زیاتې اندازې د شتون له امله د خوب ګډوډۍ او ستړیا رامنځته کیدای شي.

ځینې کسان، سهار مهال له خوبه د ویښیدو وروسته د ستړیا او پرکالۍ احساس کوي، نو له دې امله د ورځې په اوږدو کې په زیاته اندازه قهوه څښي چې په خپله د خوب د ګډوډۍ لامل کیږي. له همدې امله، د کافین په کارولو کې باید اعتدال وساتل شي او دا غوره ده چې له ماښام وروسته د کافین او انرژي زیږونکي توکو له څښلو څخه ډډه وشي او پرځای یې اوبه وڅښل شئ.

په لږه اندازه د اوبو څښل یا هم نه څښل چې بدن د مایعاتو له کمښت سره مخامخ کوي، هم د سختې ستړیا لامل کیږي.‌ زموږ د بدن ډیری فعالیتونه اوبو ته اړتیا لري، له همدې امله ډاکټران سپارښتنه کوي چې هر یو انسان باید په ورځ کې لږترلږه اته ګیلاس (دوه لیتره) اوبه وڅښي. همدارانګه هغه کسان چې په ګرم او تاوده چاپېریال کې کار کوي او یا هم سخت فزیکي فعالیت او خولې کوي، باید زیاتې اوبه وڅښي.

چاغښت او د زیات وزن درلودل که له یوې خوا په مستقیم ډول د شکرې، زړه او سرطان په ګډون د ډیرو ناروغیو سره تړاو لري، له بلې خواد سختې ستړیا سبب هم کیږي. همداراز چاغښت چې نه یواځې د خوب د ګډوډۍ لامل کیږي، بلکې د خوب پرمهال د ساه د بندیدو ګواښ هم رامنځته کوي، د ستړیا یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي.

همداراز په سالمه توګه د بدن د وزن په ساتلو سره نه یواځې د خوب کیفیت ښه کیږي، بلکې په سمه توګه بدن ته د انرژي انډول هم برابریږي. ښه او با کیفیته خوب د وزن د زیاتوالي او چاغښت مخه نیسي او ستړیا له منځه وړي.‌

ددې پورتینو مواردو سربېره، په نشه يي توکو او الکولو روږدي کېدل، د شپې لخوا کار کول، په دوامداره توګه د څو ساعتونو لپاره کیناستلاو بې حرکته پاتې کېدل او همداراز د سټېرويډ، د وينې د لوړ فشار او د خپګان ضد درمل چې د بې خوبۍ په ګډون جانبي عوارض لري،‌ د دوامداره ستړيا لامل کېږي.

ډاکټران په یوه ساده سپارښتنه کې داسې لارښونه کوي؛ چې د متوازن او صحي خوړو، ورزش او فزیکي فعالیت،‌ ښه او با کیفیته خوب، په کافي اندازې د اوبو په څښلو او همدارنګه د کافین، الکولو او نشه یي توکو له زیات استعمال څخه په ډډه کولو سره د ستړیا او ستومانۍ احساس له منځه وړلای شي. که چیرې دغه طریقې ګټورې او اغیزمنې نه وي، بیا نو د ډاکټر سره مشوره وکړئ ترڅو د د دوامدار او مزمنې ستړیا اصلي لامل وپيژندل شي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG