د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بلخ ولسوالۍ تر نیولو وروسته څه وکړل؟ 


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

شاوخوا دوې اونۍ طالبانو د بلخ ولایت د بلخ ولسوالي ونیوله او اوس یې په جوماتونو کې اعلانونه کړي او په ښار کې یې چاپي پاڼې خپرې کړې چې خلک باید ږیرې پریږدي او ښځې باید له محرم پرته د باندې ونه ووځي.

د بلخ یو شمېر اوسیدونکي وايي چې طالبانو د پخوا په نسبت هیڅ فرق نه دی کړی، په خلکو ږیرې په زور پریږدي، او ښځې له محرم پرته بازار ته نه شي تللې.

دغه اوسېدونکي وايي چې طالبانو په جوماتونو کې د خلکو لپاره حاضري جوړه کړې چې څوک لمانځه ته ورنه شي یوه ورځ پرې په ښار کې مزدوري کوي، خو دوي ونه ویل چې د مزدورۍ مزد څوک اخلي.

د بلخ ولسوالۍ یو اوسیدونکی سمیع الله ژمن وايي: «خلکو باندې ډیر وحشت تیر شو، څو ورځې وړاندې یې وویل چې ځوانان دې ږیرې نه خریي او نه دې یې کموي، طالبان د پخوا په شان شوي دي یو لمونځ پرې دوه وارې کوي، خلک یې تنګ کړي‌ دي، ډوډۍ ترې په زور خوري د شپې ځای ترې غواړي، خلک هوښیار شوي دي، نړۍ چې مخته تللې افغانان هم مخته تللی، دوي که هغه فکر لري نو دا خوب دې سیند ته ووايي، خلکو ته د دوي دغه کړنې د منلو نه دي، او خلک به یې پر وړاندې جدي برخورد وښيي.»

وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

یو بل ځوان نعیم خان هم ورته خبرې کوي: «دوي وايي چې ښځه دې له محرم پرته بهر نه ووځي، که ووځي نو چادري دې یې په سر وي حجاب هم نه مني، هلکان باید پنځه وخته لمونځ په جوماتونو کې وکړي حاضري یې ورته جوړه کړې او که څوک غیر حاضر وي هغه جریمه کیږي یوه ورځ یا دوه ورځې پرې کار کوي، دغسې محدودیتونه یې وضع کړي‌ دي.»

د بلخ ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی وايي چې په بازرا کې طالبانو ځینې پاڼې خپرې کړي چې د دوي اصول په کې بیان شوي دي.

هغه وویل: «بلخ ولسوالي چې د طالبانو تر تصرف لاندې راغلي، د ښځو په بازار ته وتلو یې بندیز ولګاوه، او که ووځي محرم باید ورسره وي، پر ښځو یې حجاب حتمي کړل، او سلمانیانو ته یې امر کړی چې د خلکو ږیرې ونه خريي او ږیره کې خط باید وانه چول شي.»

خو د بلخ ځوانان وايي چې د طالبانو د دغه اعلان معنا دا ده چې دوي باید ازاد ژوند ونه لري، دوي وايي ‌چې طالب مشرانو بار بار په مطبوعاتو کې ویلي چې د دوي قوانینو او اصولو له پخواني وخت سره فرق کړی د پخوا په څیر سخت قوانین نه وضع کوي، خو وايي چې طالبانو هیڅ تغیر نه دی کړی. دوی وایي چې طالبان د پخوا په څیر پر خلکو سخت شرایط وضع کوي او هغه څه چې د دوي په فکر سم وي هغې ته شرعي او اسلامي بڼه ورکوي.

د طالبانو راډیويي نشرات

په بلخ ولسوالۍ کې د نوبهار په نامه یوه شخصي ایف ایم راډیو اوس د طالبانو په واک کې ده.

په بلخ کې د نوبهار په نامه شخصي ایف ایم راډیو کې اوس د سندور پر ځای د طالب وسله والو هغه ترانې نشریږي چې د دوي په توصیف کې ویل شوي دي، له دغې راډیو څخه د ترانو سربیره طالب وسله وال د خپلو افکارو د ترویج لپاره سیاسي او نورې خپرونې هم لري.

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې او مرکزي بغلان کې هم ایف ایم راډیوګانې شته دی خو ځینو یې تخنیکي وسایل پلخمري ته انتقال کړي او یوه راډیو د یوې چاودنې له امله ویجاړه شوې ده.

په بلخ کې خبریالان وايي چې که طالبان د بیان ازادي سلبوي دا پر خلکو ظلم دی:« دا د بیان د ازادۍ خلاف کار دی چې د نوبهار بلخ راډیو په خپل واک کې ونیسي، او د راډیو کارکوونکي‌ مجبوروي هغه څه چې طالبان غواړي هغه نشر کړي دا د بیان د ازادۍ خلاف کار دی.»

عبدالعزیز دانشجو چې په مزارشریف کې په یوه راډیو کې کار کوي وايي چې طالبان په زور د راډیو په مسولینو نشرات کوي: «طالبانو د دغې راډیو مسول مدیر مجبور کړی چې له خپلو کارکوونکو سره ورشي او نشرات فعال کړي، مونږ د علماو له بیانونو او ترانو خلاف نه یو خو دا چې د شخصي ګټو او د دولت پر ضد نشرات کوي دا د طالبانو له خوا د بیان د ازادۍ خلاف کار دی.»

طالبان وايي یو شمېر ولسوالۍ یې له افغان ځواکونو څخه نیولي
طالبان وايي یو شمېر ولسوالۍ یې له افغان ځواکونو څخه نیولي

په کندوز کې هم له تیرې څه مودې راپه دیخوا د طالبانو راډیو نشرات پيل شوي دي خو دغه راډیو د ښار د ځینو نورو ایف ایم راډیوګانو پر فریکونسي نشرات کوي.

د بلخ یو بل خبریال محمد یعقوب وايي که راډیوګانې د هرې سیاسي ډلې د واک لاندې راځي باید خپل افکار پرې تحمل نه شي: « د یو خبریال په صفت وايم چې که طالب وي او که حکومت باید د رسنیو د اصولو او قانون مطابق عمل وکړي.»

په مزارشریف کې خبریالان وايي‌ چې د بیان ازادي د هر انسان اسلامي او قانوني حق دی، خو طالبانو یوه شخصي رسنۍ د خپلو فعالیتونو لپاره مجبور کړې ده.

دوي وايي چې که د دغې رسنۍ مسولین د طالب وسله والو فعالیتونه نشر نه کړي کیدای شي ضرر ورته ورسیږي.

خبریالان وايي‌چې د نوبهار راډیو مسولین په زور راغوښتل شوي او طالب وسله وال پرې د خپلې خوښې او د دولت خلاف نشرات کوي.

XS
SM
MD
LG