د لاس رسي وړ اتصالات

د چلسي د فوټبال کلب په روسي‌ مشر بندیز دا کلب له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی 


د بریټانیا د چلسي د فوټبال ټیم
د بریټانیا د چلسي د فوټبال ټیم

د بریټانیا د چلسي د فوټبال ټیم چې د اروپا د فوټبال اتله لوبډله ده، پر روسیې باندې د لویدیځ د بندیزونو په نتیجه کې پدې خاطر د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ شوې چې ددې کلب خاوند روسی رومان ابراموویچ دی.

روسی میلیارډر ابراموویچ چې په کال ۲۰۰۳ کې یې د چلیسي کلب اخیستي په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې پر روسې باندې د بریتانیا د حکوکت د بندیزونو په لست کې راغلی دی.

رومان ابراموویچ چې د بریتانیا د حکومت له لورې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نژدې حلقې غړی ګڼل شوی، همدا اوس یې د چلسي لوبډلې د خرڅلاو هڅه پیل کړې ده.

د بریتانیا د فرهنګي چارو وزیرې نادین دوریس وایي لومړیتوب دادی تر څو د هغو سره حساب وشي چې د پوتین رژیم یې غښتلی کړی دی: «ننني بندیزونه په څرګنده په چلسي او د هغه په پلویانو باندې مستقیم اغیز لري...مونږ په زغرده بوخت یو چې ډاډمن شو دې کلب او ملي لوبو ته ددغو مهمو بندیزونو په وجه په نااړینه توګه تاوان ونه رسیږي.»

د چلسي لوبډله چې نن ناوخته د نارویچ ټیم په وړاندې لوبه کوي د لوبې لپاره ورته ځانګړې اجازه ورکړل شوې ده. خو بیا هم دا اجازه لیک پدې کلب باندې د اروپا د اتلولي په لوبو کې یو لړ سخت محدودیتونه لګوي چې راتلونکې یې له ستونزو ډکه بریښي.

د بریتانیا د حکومت د بندیزونو له مخې ددې کلب پانګه هم کنګل شوې ده. د ابراموویچ د شتمنیو کنګل کیدل پدې معنی دي چې دا کلب د اوس لپاره نشي خرڅیدای. ابراموویچ غواړي دا کلب په څلور میلیارډ ډالرو وپلوري.

ابراموویچ په ۲۰۰۳ کال کې د چلسي ټیم رانیولی دی، د هغه دوره د چلسي د ټیم د بریاو ډک تاریخ دی چې پنځه ځلې د بریتاینا اتلولي، دوه ځلې د اروپا د اتلو ټیمونو جام او ۱۹ ځلې یې نور عمده جامونه ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG