د لاس رسي وړ اتصالات

لمر تندر نیسي او ناسا غواړي له دې څخه نوي معلومات ترلاسه کړي


ټاکل شوې سبا دوشنبه لمر تندر ونیسي
ټاکل شوې سبا دوشنبه لمر تندر ونیسي

ناسا وايي‌ چې د دوشنبې په ورځ اپریل اتمه (حمل ۱۹) به په شمالي‌ امریکا کې په بیساري ډول د لمر تندر (کسوف) رامنځ ته شي، او ورسره به ساینسپوهان وتوانېږي چې د لمر د اتموسفیر حالت، په انسانانو باندې د دغه کسوف د اغیزو او د حیواناتو د عجیبو عکس العملونو په اړه ارزښتناک معلومات ترلاسه کړي.

تېر ځل چې په ۲۰۱۷ کال کې په شمالي امریکا کې لمر تندر نیولی و. دا ځل دا تندر نیول د لمر د لمریزې یولس کلنې دورې عوج ته په نژدې مرحلې کې پېښېږي.

په دغه بهیر کې به لمر یوه په زړه پورې ننداره وړاندې کړي. لمر به د نور د انتقال د دهلیز په اوږدو کې، چې د متحدو ایالتونو په لارې له مکسیکو څخه پېلېږي او په کاناډا کې ختمېږي، د سپوږمۍ په شاوخوا کې تتې شغلې خپرې کړي.

د ناسا مرستیال پم ملري د لمر د تندر نیولو په اړه په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا پېښه ساینسنپوهانو ته «یوه نه باور کوونکې علمي زمینه» برابروي.

ناسا دغې پېښې ته چمتوالی نیولی او پلان لري‌ چې درې غږیز راکټونه فضا ته واستوي چې اتموسفیر (د ځمکې د ګرد چاپېره فضا) په برنۍ برخې کې د لمر د تندر نیولو اغیز مطالعه کړي.

ساینسپوهان هیله لري چې د دغه کسوف څخه د بېلا بېلو موضوعګانو په اړه معلومات ترلاسه کړي. د ساینسپوهانو د علاقې وړ لومړۍ موضوع د لمر اتموسفیر دی. کله چې سپوږمۍ مخامخ د لمر له مخې تېرېږي او د هغه مخه بندوي، د لمر شغلې به د سپوږمۍ له شاوخوا څخه خپرېږي او دې ته د لمر تاج ویل کېږي.

میلر وویل: «د لمر په تاج کې به ځینې پېښې کېږي چې موږ یې لا په درک کولو قادر نه یو.»

ساینسنپوهانو ته به همدغه راز د ځمکې د اتموسفیر په پورتنۍ برخې کې د کسوف د اغیز د مطالعې فرصت هم په لاس ورشي. دا تندر نیول به د ځمکې تودوخه او د نور اندازه زیاتوي او حیوانات د دغو دواړو حالتونو په اړه حساس دي. له همدې کبله ساینسپوهان لیوال دي چې په دې وضعیت کې د حیواناتو عکس العملونه هم وارزوي. زرافه او ځينې نور حیوانات به په دغه حالت کې اخوا او دیخوا منډې رامنډې پیل کړي.

کسوف د انسانانو د احساساتو په بدلېدو سره په هغوی باندې هم خپل اغیز لري.

ناسا به د دغه کسوف په مهال او له هغه وروسته حالت کې درې صوتي راکټونه فضا ته استوي. دا راکټونه د امریکا د ویرجینیا ایالت څخه توغول کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG